د سلوانيا حکومت سقوط وکړ
۱۳۹۱ بهمن ۵, پنجشنبهاعلان
د اروپايي ټولني غړي هیواد سلوانیې حکومت سقوط کړی دی. دا ځکه چي اولسي ګوند د صدراعظم یانیڅ یانسا د دیموکرات ګوند له ښی اړخه اییتلاف څخه وتلی دی. په دې ډول نو حکومت د سلوانیې په پارلمان کښي نور اکثریت نه لري. د اییتلاف څخه د اولسي ګوند د وتلو علت دا بلل سوی دی، چي یانسا د دوی هغه غوښتنه نه ده منلې، چي صدراعظم دي د خپلي وظیفې څخه استعفاً ورکړي. خو د هغه اصلي علت د اداري فساد ضد ادارې هغه تورونه دي چي پر صدراعظم باندي لګیدلي دي. ویل کیږي چي یانسا په خپل بانکي حساب کښی د ۲۱۰۰۰۰یورو د موجودیت په باب حساب نسي ورکولای.