1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سلما بند پر وړاندې لویې ننګونې څه دي؟

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲, دوشنبه

کارپوهان او سیمه ییز اوسیدونکي وایي چې امنیتي ستونزي، د بودجې کمښت او د افغان حکومت پڅه څارنه د دې لامل شوې ده چې د سلما بند د جوړید چارې په پلان شوې بڼه پر مخ ولاړې نه شي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/18Ka7
انځور: DW

د هرات ولایت اوسیدونکي وايي چې د سلما بند د جوړیدو چارې د بهرنیو هیوادونو د مداخلې او افغان حکومت د پڅې څارنې له کبله شا ته لویدلې دي. د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ یو اوسیدونکی میر هزار، چې د همدې بند تر څنګ په یوه کلي کې ژوند کوي دویچه ویله ته وویل چې د افغانستان یو شمیر ګاونډي هیوادونه د دغه بند جوړیدل به خپل زیان بولي او له همدې کبله په سیمه کې امنیتي ستونزې رامنځ ته کوي تر څو د بند د جوړیدو چارې له ستونزو سره مخامخې کړي. هغه زیاته کړه: «دا امکان شته چې زموږ ګاونډیان لکه ایران، پاکستان او داسې نور هیوادونه په دې ځای کې ګواښونه رامنځ ته کړي. دا په دې خاطر چې دا یوه ډیره لویه پروژه ده.»

د اقتصادي چارو کارپوه میر اضغر اکبر، وایي چې ایران غواړي د سلما د بند د بیارغونې د چارو پر وړاندې د ستونزو په رامنځ ته کولو سره سیاسي امتیازات تر لاسه کړي. هغه زیاتوي: «زه نه وایم چې ایرانیان به سل په سلو کې له دغې پروژي سره مخالف وي، خو له ځنډولو څخه يې ګټه پورته کو ‎ي. هغوی [ایرانیان] پوهیږي چې دا پروژه به هرو مرو پلي کيږي. خو هغوی له هرې ورځې ځنډ څخه خپله ګټه ترلاسه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هرات والي داود شاه صبا، وایي چې د سلما بند پروژه د هيڅ هیواد په زیان نه ده. هغه زیاتوي: «ځینې هیوادونه فکر کوي چې په افغانستان کې د اوبو کنترول د هغوی په زیان دی. زه دغو هیوادونو ته په ډاډ سره وایم چې دا کار هیچا ته زیان نه رسوي.»

ویل کیږي چې یوازې امنیتي ستونزو د سلما بند د جوړیدو د چارو مخه نه ده نیولې. د اقتصادي چارو کارپوهان او د هرات ولایت چارواکي وایي چې د هندي انجینیرانو پڅ فعالیت او تر څنګ يې د دغه بند د بیا جوړولو له پاره د کافي بودیجې نه شتون هغه دوه نور لوی لاملونه دي چې د دغې پروژې مخه یې نیولې ده.

د سلما د بند د جوړولو چارې اته کاله مخکې د هند حکومت په مالي او تخنیکي مرسته پیل شوې. که څه هم پلان شوې وه چې د دې بند د جوړیدو چارې باید درې کاله مخکې بشپړې شوې وای، خو اوس هم دا خبره روښانه نه ده چې دغه بند به کله په کار پیل وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د هند سفارت وايي چې دغه هیواد ۱۱۰ میلیونه نور امریکايي ډالر د دغه بند د جوړلو د بهیر ګړندي کولو ته ځانګړي کړي دي.

له بلې خوا افغان امنیتي ځواکونه پلان لري چې ډیر ژر د سلما بند په شاوخوا کې په پرتو سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات په لاره واچوي ترڅو د دې بند د کارکوونکو پوره امنیت ونیول شي.