1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سفارتونو د تړلو سبب د الظواهري پيغام وو»

شمس الرحمان ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

امریکا په مختلفو هیوادونو کې د خپلو سفارتونو د تړلو پریکړه له هغه وروسته وکړه چې د القاعدې د ترورستي شبکۍ د مشر الظواهري یو پټ تليفوني پيغام يې اورېدلی وو. دا خبره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې په ډاګه شوې ده.

https://p.dw.com/p/19KNQ
(FILE) A file picture dated on 04 October 2009, shows the main gate of the German Embassy in Sana'a, Yemen. The US and British embassies in the Yemeni capital Sana`a were closed 03 January 2010 amid terrorism threats threats from the regional branch of al-Qaeda, a Yemeni security source said. EPA/YAHYA ARHAB
Deutsche Botschaft Jemenانځور: picture-alliance/dpa

نیویارک ټایمز ورځپاڼي د دوشنبې په ورځ په خپل یوه راپور کې لیکې دي چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له خوا په یمن کې د دغه ترورستي ډلې مشر ناصر الوحیشې ته استول شوې یو پټ پیغام د امریکايي امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

په دې پيغام کې ایمن الظواهري د تیري یکشنې په ورځ د بریدونو امر کړی وو. د رویټرز خبري آژانس په حواله، نیویارک ټایمز ورځپاڼي دغه خبره د امریکايي چارواکو له خولې لیکلې ده.

د اسوشېتد پرس خبري آژانس په حواله یو امریکايي استخباراتي کارکوونکي او په منځني ختیځ کې د امریکا سفیر په ګډه ویلي دي چې د الظواهري دا پيغام څو اوونۍ دمخه ترلاسه شوی وو. د دغه امریکايي چارواکو په خبره دا پيغام د ناصر الوحیشي په نامه استول شوی وو. دغو دواړو امریکايي مامورینو د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط دا معلومات ورکړي دي.

امریکايي چارواکو دا نه دي ویلي چې د الظواهري دا پیغام د کومې ادارې له خوا کشف شوی دی، خو یو بل امریکايي استخباراتي مامور د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط ویلي دي چې په دې برخه کې د امریکا د ملي استخباراتي ادارې شخړیز پروګرام هیڅ ډول رول نه لاره.

امریکايي سناتوران وايي چې دا یو ستر تروریستي پلان وو چې خپل وروستي پړاو ته نږدې شوې وو. دغو امریکايي چارواکو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړې. له بلې خوا امریکايي استخباراتي کارکونکي بیا وايي چې کیدای شې، سفارتونه او د لویدیځو هیوادونو نور تاسیسات، د دغو بریدونو په ترڅ کې په نخښه شوي وای.

بلي خوا ته د امریکا د استخباراتي ادارې کارکوونکو د دوشنبې په ورځ په یمن کې د القادعدې د غړو ترمنځ د تلیفوني، مخابراتي او ایمیلي اړیکو څارنه کوله. د اسوشېتد پرس خبري آژانس په حواله د دغه څار موخه د تروریستي ډلو د ممکنه بریدونو د وخت او هدف په اړه د معلوماتو راټول ول.

امریکا د الظواهري د دې پيغام په غبرګون کې په منځني ختیځ او افریقا کې د خپل سفارتي او دپلوماتیکو فعالیتونو د بندولو تر څنګ په ټوله نړۍ کې خپلو اتباعو ته په غیر معمولي توګه د سفر نه کولو خبرداری ورکړی دی. امریکايي اتباعو ته ویل شوي ول چې له هیواد څخه دباندي د سفر کولو پرمهال له ډیر زیات احتیاط څخه کار واخلي.

د القاعدې د ترورستي شبکې د بریدونو د خطر له امله د اوونۍ په پای کي په اسلامې نړۍ کې د امریکا ۲۱ سفارتونه او قونسلګرۍ وتړلي شوې، خو د دوشنبې په ورځ امریکا د کابل او بغداد تر څنګ د ځینو نورو سفارتخانو د پرانیستلو پریکړه وکړه.