د سعودي ولي عهد په حق ورسېدی
۱۳۹۰ مهر ۳۰, شنبهشهزاده سلطان بن عبدالعزیز په ۲۰۰۵م مېلادي کال د سعودي ولي عهد وټاکل سو. د هغه څخه تر مخه نوموړي تقريبا نيمه پېړۍ د سعودي د دفاعي چارو د وزير دنده تر سره کړه.
نوموړی د سعودي د پخواني پاچا عبدالعزيز بن عبدالرحمن آل سعود ۱۵م زوی ؤ. شهزاده سلطان د خپل پلار د گرانې مېرمني عايله السوديري د اوو زامنو څخه يو او د السوديري د ډلې څخه ؤ.
السوديري ډله د سعودي پاچا په کورنۍ کي هغو کسانو ته ويل کيږي چي د پخوانۍ ملکې عايله السوديري د زامنو او يا لمسيانو څخه وي. دغه ډله د سعودي په واکمنۍ کي د پخواني پاچا عبدالعزيز د نورو ټولو اولادونو په پرتله زيات اثر لري. د السوديري ورونو تر ټولو مشر ورو شاه فهد ؤ چي په ۱۹۸۲ بیا تر ۲۰۰۵ کال پورې د سعودي پاچا ؤ. د فهد د مړيني وروسته و پاتې شپږو ورونو ته د السوديري شپږو خطاب هم کيږي.
د شلمې پېړۍ په شلمه لسيزه کي پاچا عبدالعزيز د نجد څخه خپل واک ته پراختيا ورکړه او په ۱۹۳۲م مېلادي کال يې د سعودي عربستان د پاچاهۍ بنسټ کښېښودی.
په سعودي کي د خپلې واکمنۍ د ټينگولو لپاره شاه عبدالعزیز د يو شمېر سترو او واکمنو نجدي کورنيو څخه ښځي په نکاح کړې. د يوه اټکل له مخي پاچا عبدالعزيز په ټوليزه توگه ۲۲ مېرمني درلودې چي پکښي گرانه مېرمنه يې عايله السوديري وه. السوديري د نجد تر ټوله اثر لرونکې کورنۍ وه، چي پاچا عبدالعزيز ورسره دوستي کړې وه.
د عايله السوديري څخه خدای بخښلی شاه فهد، خدای بخښلی شهزاده سلطان ، شهزاده عبدالرحمن، شهزاده نايف ، شهزاده ترکي الثاني، شهزاده سلمان او شهزاده احمد ږېږېدلي دي. دغو شهزاده ګانو د سعودي عربستان ډیرې مهمې حکومتي دندې پر مخ بیولي دي. د نوموړو شهزادگانو تر څنگ د عايله السوديري څخه څلور شهزاده گيانې هم ږېږېدلي دي.
د سلطان د مړيني وروسته اوس د هغه ۷۹ کلن سکه ورور شهزاده نايف ولي عهد سوی دی. نوی ولي عهد چي په ۱۹۳۳ کي په طايف کي ږېږېدلی دی، د هيواد د لومړي وزير معين او د زیات وخت راهيسي د سعودي د کورنيو چارو وزير پاتې شوی دی.
د سلطان بن عبدالعزير د ناروغۍ پر وخت د هغه دندې نورو شهزادگانو په غاړه اخيستي وې. د هغه زوی شهزاده خالد په ۱۹۹۱ کال کې د کوېټ څخه د عراقي پوځونو په ايستنه کي د سعودي عسکرو مشري کوله. نوموړي د خپل پلار د ناروغۍ پر وخت د هغه زیاتري دندې په غاړه اخيستي وې. شهزاده خالد د الحيات د ورځپاڼې څښتن هم دی.
په حق رسېدلی ولی عهد شهزاده سلطان هغه څوک ؤ چي د دفاعي چارو د وزير په توگه يې د سعودي د عسکرو شمېر يو لکو ته جگ کړی. نوموړي په بلينونو ډالره د وسلو په رانيولو خرڅي کړي او پدې توگه يې په نړۍ واله توگه سعودي عربستان د وسلو رانيولو تر ټولو مهمه هيواد گرځولی ؤ.
د ۲۰۱۰ مېلادي کال په سپتمبر کي امريکایي چارواکو وويل چي دوی د سعودي عربستان سره د شپیتو بليونو ډالرو د وسلو د پلور د تړونونو اټکل کوي.
شهزاده سلطان به همېشه د سعودي عسکري قراگاوو ته سفرونه کول او سرتیرو ته به يې وعدې ورکولې چي د سعودي پاچا کورنۍ به د قرآن او شريعت وفاداره پاته کيږي. نوموړی د لوېديځ او په زیاته بیا د متحده ایالتونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی ؤ. خو هغه د خپلې کورنۍ د نورو غړو په څېر په ۲۰۰۳ کال کې د امريکا لخوا پر عراق د حملې څخه ځان ليري کړی ؤ.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش