1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي هوايي ځواک پر يمن بمباري کړې

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ فروردین ۶, پنجشنبه

په امریکا متحدو ایالاتو کې د سعودي عربستان سفارت د معلوماتو له مخي، د دغه هیواد هوایې ځواک په یمن کې پر حوثي شعیه یاغیانو بمبارۍ کړي دي. دغه هوايي بمبارۍ د عربي هیوادونو د پراخ ائتلاف ملاتړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1ExjN
انځور: AFP/Getty Images/F. Nureldine

په امریکا متحدو ایالاتو کې د سعودي عربستان سفیر عادل الجبیر، خبریالانو ته ویلي دي چې د دوی هوایې ځواک د متحدو عربي هیوادونو سره په گډه په گاونډي هیواد یمن کې بمباري کړې ده. هغه وایې چې دغه کار د «یو مشروع دولت» د دفاع په خاطر د یمن د ولسمشر عبد ربه منصور هادي، په غوښتنه شوی دی.

په واشنگټن کې د سعودي عربستان سفیر زیاته کړې ده چې په دغه ماموریت کې تر۱۰ د ډیرو عربي هیوادونو ائتلاف ونډه لري او یا یې هم پلان کړی دی.

د یمن پوځ او عیني شاهدانو په حواله جنگي الوتکو د یمن په پلازمېنه صنعا او شاوخوا سیمو کې هدفونه په نخښه کړي دي. د دغه هوایې برید په نتیجه کې د ښار په شمال کې د نړیوال هوایې ډگر او صدارتي ماڼي تر څنگ د هوایې ځواک یوې اډې هم اور واخیست.

د ودانیو دغه کمپلکس په جنوري میاشت کې یاغیانو نيولی وو. الجزیري تلویزوني شبکې هم راپور ورکړی دی چې په دغه يرغل کې د پولیسو مرکز او ځانگړي ځواکونه هدف گرځول شوي دي.

په صنعا کې سخته بمباري

د سعودي چارواکو یوه استازي ویلي دي چې په دغو هوایې بمباريو کې د یاغیانو تر کنترول لاندي د دافع هوا سیستم له کاره وتلی دی او ډیري جنگي الوتکي له منځه تللي دي. د یمن د هوایې حریم ډیره برخه تر کنترول لاندي راوستل شوې ده.

اوس په پام کې ده چې په یمن کې د «پرواز يوه پراخه ممنوعه سيمه» رامنځ ته شي. د فرانسې خبري اژانس د یو خبریال په حواله په پلازمېنه صنعا کې د ډیرو سختو چاودونو غږونه اوریدل شوې دي.

په یمن کې د ملکي وگړو د خونديتوب ادارې خبر ورکړې دی چې د استوگنو په سیمو کې د بمونو د چاودنو له امله نزدې ۱۳ملکي وگړي وژل شوې دي.

په یمن کې د المسیر په نوم تلویزوني شبکې چې د یاغیانو په کنترول کې ده، ویلي دي چې په پلازمېنه صنعا کې له ډاکټرانو څخه غوښتل شوې دي چې په عاجله توگه دې روغتونو ته د ټپیانو د درملني له پاره ځانونه ورسوي.

له څو اونيو راهيسي د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي، د حوثي شعیه یاغیانو تر سخت فشار لاندي دی. حوثي ياغيانو له څو مياشتو راهيسي د یمن پلازمېنه صنعا تر خپل کنترول لاندی راوستې ده.

د چهارشنبې په ورځ حوثي یاغیان د یمن په جنوب کې لوې ښار عدن په ۲۰ کیلومترۍ کې جنگیدل. يوه مياشت دمخه د يمن ولسمشر منصور هادي دغه ښار ته وتښتېد او هغه يې د دغه هيواد د نوي پلازمېني په توگه اعلان کړ.