1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي عربستان سیاست د انتظار او واقعیتونو تر منځ

۱۳۹۵ فروردین ۷, شنبه

یو کال مخکې سعودي عربستان په یمن کې خپل نظامي بریدونه پيل کړل. خو تر اوسه پورې دغو بریدونو کومه خاصه نتیجه نه ده ورکړې. اوس د ریاض حکومت د نوو ائتلافونو او دیپلوماتیکو هلوځلو په هیله دی.

https://p.dw.com/p/1IKAO
انځور: picture-alliance/dpa/Str

سعودي عربستان د خپلو متحدینو سره یوځای د فبروري میاشتې په اواسطو کې د «شمالي تندر» په نوم پوځي مانورې ترسره کړې. دغه پوځي مانورې د سعودي عربستان په شمال کې د عراق سرحد ته نږدې د «حفر الباطن» په نوم سیمه ترسره شول.

دا راز دغه سیمه د فارس خلیج ته هم نږدې پرته ده. په دغو تمریناتو کې د «اسلامي اتحاد» په نوم د شلو غړو هیوادونو ۱۵۰ زرو سرتیرو برخه اخیستې وه.

د گډ سیاست هدف پر دوو اساسي موخو تمرکز کوي، اول دا چې د «اسلامي دولت» یا داعش او القاعده ترهگرو ډلو پر وړاندی گډه مبارزه او دویم هدف یې د ایران پر وړاندی د خپل یوالي څرگندول. د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف هدف له خپلو سرحدونو څخه د باندی په سیمه کې د خپل سیاسي نفوذ ساتل او ښکاره کول دي.

د خپل نفوذ د حوزې له پاره مبارزه

تر ټولو په لومړي قدم کې د دغو کوښښونو په مرکز کې دوه هیوادونه قرار لري چې یو یې سوریه او بل یې یمن دی. سعودي عربستان د یو کال راهیسې په یمن کې د «پریکړه کونکي توپان» په نوم د هغو پوځي عملیاتو مشري په غاړه لري چې د «اسلامي اتحاد» په نوم د سني مذهبه عربي هیوادونو له خوا په لاره اچول شوې.

د خپل نوم برخلاف دغو پوځي عملیاتو تر اوسه پورې داسې کومه لاسته راوړنه نه درلوده، کوم چې سعودي عربستان یې توقع درلوده. سعودي عربستان تر ټولو په لومړي قدم کې غوښتل د دغه هیواد د ولسمشر عبد ربه منصور هادي ملاتړ وکړي. هادي د حوثي شعیه یاغیانو د پاڅونونو له امله له پلازمېنې صنعا څخه د خپل هیواد په سویل کې بندري ښار عدن ته تښتیدلې وو.

ویل کیږي چې ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي. همدارنگه ریاض اندیښنه لري چې د تهران حکومت له حوثي یاغیانو څخه په خپل ملاتړ سره غواړي چې په سیمه کې خپل نفوذ پراخه کړي.

دغه سیاسي حساسیتونه یعنې د ایران او سعودي عربستان تر منځ د قدرت پر سر مبارزه، له ایران سره تر اټومي موافقتنامې وروسته نور هم زیات شول. ځکه سعودي عربستان اندیښنه لري چې ایران اوس کولې شي خپل صادرات ډیر کړي او په دغو پیسو جگړه تمویل او په سیمه کې خپل نفوذ پراخه کړي. د سعودي عربستان په خبره چې دا کار کیدای شي سړی په اوس وخت کې د سوریې او یمن په جگړه کې مشاهده کړي.

د دې له پاره چې امریکا متحده ایالات نه غواړي په سیمه کې ځان ډیر ښکیل کړي، سعودي عربستان له مجبوریت څخه د دغه پوځي ائتلاف مشري پر غاړه واخیست. څو ورځې مخکې تبصره لیکونکي حسین شوبوکشي، په «الشرق الاوسط» ورځپاڼه کې لیکلي وو: «سعودي عربستان په دې پوهیږي چې په سیمه او عربي نړۍ کې د خپل موقف له مخې نشي کولې د یوه تماشا کونکي رول ولوبوي او په سیمه کې د روان سیاسي او امنیتي مسائلو نتایج وڅاري.»

داسې ښکاري چې سعودي عربستان له دغه پوځي ماموریت له عهدې څخه نه شي وتلې. د دغه شاهي حکومت پوځ یوازې شاوخوا ۲۳۰ زره سرتیري لري.

د «ال مونیټور» په نوم د انټرنټي مجلې لیکوال لیکلي دي: «په هغه صورت کې چې ریاض په ډیرو پوځي عملیاتو کې برخه ولري لکه یمن، بحرین، احتمالاً سوریه او نورو هیوادونو کې بیا نو دا شمیر کفایت نه کوي.»

هیڅ ډول پوځي بریالیتوب

په حقیقت کې تر اوسه پورې په یمن کې د سعودي عربستان پوځي مداخلې کومه ځانگړې لاسته راوړنه نه ده درلودلې. له یوې خوا د څو میاشتو راهیسې حوثي یاغیانو د یمن پولې ته نږدې د سعوي عربستان سرحدي سیمې د توغندیزو بریدونو له امله په آرامه سا اخیستلو ته نه دي برریښي، له بلې وخوا د منصور هادي د ځواکونو او سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په وړاندی دوی په پریکړنده توگه نه دي کمزوري شوي. په ډول حوثي یاغیان اوس هم د پلازمېنې صنعا او سویل د یو شمیر نورو ښارونو کنترول په خپل لاس کې لري.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمیسارۍ «UNHCR» په حواله شاوخوا ۲،۴ میلیونه انسانان په دغه هیواد کې دننه امنو سیمو ته کډه کیدو ته اړ شوي دي. همدارنگه د دغې جگړې په ترڅ کې تر ۸۰۰۰ ډیر انسانانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.