1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرپل کروندګرو د کوکنارو د بیا کرلو ګواښ وکړ

۱۳۹۰ مهر ۲۳, شنبه

د شمالي سرپل ولايت بزګرو ګواښ کړی چې که ورته د زراعتي ځمکو د خړوبولو لپاره کافي اوبه برابري نه شي نو دوي به بیرته د کوکنارو کرکیلي ته مخه کړي، هغه څه چې د کروندګرو پر وینا په تیرو څو کلونو کې یې ترینه لاس اخیستی دی

https://p.dw.com/p/12sWk
سږ کال افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ډیروالې راغلی
سږ کال افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ډیروالې راغلیانځور: AP

دغه کروندګر وایې چې له تیرو څلورو کلونو راهیسې یې په خپلو ځمکو کوکنار ندي کرلي خو اوسني حاصلات د اوبو د کمښت له امله سخت زیانمن شوي او که اوبه نه وي نو دا به غوره وبولي چې کوکنار وکري. ځکه کوکنار له یوه لوري کمو اوبو ته اړتیا لري او له بل لوري یې حاصلات په لوړه بیه او ډیر ژر خرڅیږي.

دوى زیاتوي چې د روان كال وچكالۍ او ملخانو يې ځمكې تر دې بريده زيانمنې كړې دي چې د حاصلاتو تمه ترې نه لري. د سرپل د مرکز یوه اوسیدونکې دویچې ویلي ته وویل چې حکومت ورته څو څو ځله تودې ژمني ورکړي خو تر اوسه یوې هم عملي جامه نده په تن کړي.

نوموړی وایې حکومت او نړیواله ټولنه د كرنې په برخه كې هېڅ پاملرنه نه كوي چې له همدې امله خلك مجبوريږي د يوې ګولې ډوډۍ د تر لاسه كولو لپاره ناروا كارونو ته لاس واچوي. د سرپل د کرهنی ریاست هم تر یوې اندازي پوري د کروندګرو شکایتونه پر ځای بولي.

د دغه ولایت د کرهنی د ریاست د تردیج د برخې مدیر، حاجي اسلم، دویچې ویلي ته وویل چې دوي به له مرکزي دولت او نړیوالې ټولنې بزګرانو ته د زیاتو مرستو غوښتنه وکړي.

د نوموړي پر وینا دغلته له هغو بزګرانو سره چې د کوکنارو له کرلو یې لاس اخیستی څه نا څه مرستي شوي خو هغوي ته کوم بنیادي کار ندی شوی. د اوبوخور د سیستم نه شتون دغلته عمده ستونزه بلل کیږي چې کروند ګر یې د حلالو کښتونو له کرلو څخه منع کولو ته هڅولي دي.

د دغه ولايت دولتي چارواكي هم په دغه ولايت كې د روانې وچكالۍ له امله د كرنيزو ځمكو حالت د اندېښنې وړ بولي. د سرپل والي، سيد انور رحمتي، په دې اړه وويل چې په دغه ولايت كې د وچكالۍ له امله ۳۰ سلنه ابي او ۹۰ سلنه للمي ځمكې بې حاصله پاتې دي.

همدا راز هغه زياته كړه چې د وچكالۍ له امله دښتې هم وچې پاتې دي چې له امله يې ۸۰ سلنه څاروي هم د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي .د سرپل والي د مركزي دولت تر څنګ له مرستندويه ټولنو او موسسو څخه هم وغوښتل چې د كروندګرو سره د مرستې تر څنګ د دغه ولايت له عامو خلكو سره هم خپله خواخوږي وښيي.

دا یوازي د سرپل ولایت اوسیدونکي نه دي چې د کوکنارو د بیا کرلو ګواښ کوي. تر دې دمخه د هلمند په ګډون په یو شمیر سویلي ولایتونو کې هم کروندګرو ګواښ کړی وو چې که ورسره لازمه مرسته و نه شي دوي به بیرته د قیمتي بوټي کوکنار کرلو ته مخه کړي.

ویل کیږي چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه نوې سلنه کوکنار تولیدوي چې له امله یې هر کال په لسګونو زره کسان په ټوله نړۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش