د سرپل ولايت يوه ولسوالي هم طالبانو نيولې
۱۳۹۴ مرداد ۶, سهشنبهد سرپل ولايت د پوليسو وياند امان الله امان، ويلي دي چي د سه شنبې ورځي په سهار وختي په سوونو طالبانو له څو اړخونو د دغه ولايت پر کوهستاناتو ولسوالۍ يرغل وکړ او د ولسوالۍ مقر ئې نيولی دئ.
د سرپل د پوليسو مشر جنرال محمد آصف جبارخېل تر دې دمخه ويلي ول چي د يکشنبې په ورځ د پوليسو يو قوماندان او ۷ پوليس هغه مهال وسله والو طالبانو ته تسليم سول چي طالبانو ئې پوسته کلابنده کړه.
له بلي خوا بيا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي، رسنيو ته په يوه لېږل سوي پيغام کي ويلي دي چي اوس د دوی جنگياليو ټوله ولسوالي په خپل کنترول کي لري او د پوليسو موټر او مهمات ئې نيولي دي.
د افغانستان په شمال کي د وسله والو طالبانو يرغلونو له څو مياشتو راهيسي زور اخيستی دئ.
له هغه وخت راهيسي چي د افغانستان امنيتي مسئوليت ته يوازي افغان امنيتي ځواک اوږه ورکړې ده، د دغه هيواد په شمال کي په وارو وار بشپړي ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کي راغلي دي.
تر دې مخه د کندز ولايت د چهار درې او دشت ارچي ولسوالۍ څه موده طالبانو ونيولې او وروسته ئې د بدخشان ولايت د يمگان ولسوالي په خپل کنترول کي راوسته چي وروسته ئې بيا افغان امنيتي ځواکونه په نيولو بريالي سول.
نن بيا د کندز ولايت چارواکو خبر ورکړ چي د دغه ولايت د خان آباد ولسوالۍ نزدې ۸۰ کلي وسله والو طالبانو نيولي دي او خلک ئې نورو ولسواليو ته تښتېدلي يا د تښتي په حال کي دي.
ويل سوي چي دغه سيمه د افغان امنيتي ځواک په کنترول کي نه، بلکي ولسي پاڅون ئې ساتنه کوله.