د سرپل د ولایت زندانیانو په پاڅون لاس پوري کړ
۱۳۹۰ مرداد ۱۲, چهارشنبهد سرپل د ولایت محلي چارواکو المان غږ ته ویلي چي د سرپل د ولایت د زندان ځینو زندانیانو د چهار شنپی په شبه د نهو او لسو بجو تر منځ پاڅون وکړ ترڅو د زندان څخه وتښتي.
د دغو چارواکو په حواله زندانیانو د زندان پر ساتونکو تیږی وارې کړي او د هغوی دفتر ته یی اور ,واچاوه .
چارواکي وایي چي زندانیانو حتی د زندان ځیني ساتونکي د یو څه وخت لپاره یرغمل ونيول. هغوی زیاتوي چي شاوخوا 60 زندانیانو چي پر سختو سزاګانو محکوم شوي ول کوښښ وکړ چي د زندان څخه وتښتي. چارواکي وايي چي زندانیانو د تيښتي د کوښښ په وخت د بیرون سره هم ارتباط درلود.
که څه هم د دغو زندانیانو د تیښتی څخه مخنیوی شوی دی خو زندانیانو د ډیر وخت لپاره خپلو اعتراضاتو ته دوام ورکړ او غوښتل یي چي د دوی دوسیي باید تر کره کتني لاندي ونیول شي ځکه چي د دوي په حق کي د محکمي فیصلي عادلانه نه دي.
د پیښی په اړه د سرپل د محبس مدیر، جنرال افندی رباطي، وايي: «تر دي وړاندي چي زندانیان پاڅون وکړي د یو بل سره یي هم شخړي کړي وي.»
د چهارشنبي په ورځ د سرپل د ولایت والي د پیښي په اړوند يوه غوڼډه وکړه او د زندانیانو د غوښتنو او د پیښي د ارزونی لپاره یي پلاوي وګماره.
د سرپل د ولایت زندان معیاري ودانۍ نه لري. په دغه ولایت کي زندانیان په یوه زاړه کور کي ساتل کیږي. چارواکي د زندان لپاره د معیاري ودانۍ نه شتون د ورستۍ پیښي د رامنځ ته کیدو اصلي لامل بولي.
دویچه ویله/ کریم جاوید
کتونکی: مسعود جهش