1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «سرنوشت ټاکونکو» صندوقونو رايي شمېرنه پيل سوه

حسين سيرت۱۳۹۳ مرداد ۲۵, شنبه

د رايو د تفتيش په برخه کي کارشکني او ځنډ د دې سبب سوی دئ، چي په هيواد کي دننه او دباندي اندېښنې زياتي سي. د تفتيش بهير له پيله بيا تر اوسه نزدې ۹ صندوقونه چي د ټولو رايو ۴۱ سلنه کيږي تفتيش سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Cvlm
انځور: DW/H. Sirat

په داسي حال کي چي نړيواله ټوله د ناټو په راتلونکې غونډه کي د افغانستان د نوي جمهور رئيس د گډون تمه لري، د ټاکنو کړکېچ تر اوسه لا داسي دوام داره دئ، چي پای يې نه ښکاري.

په پلان کي ده چي د ناټو په دغه غونډه کي چي د سپتمبر مياشتي پر ۴ او پنځمه نېټه د بريتانيا په «ولز» کي جوړيږي، نړيواله ټوله د ۲۰۱۶ کال تر پايه پوري په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواک د روزني او تجهيز د يوه نوي ماموريت اعلان وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم ټينگار کړی دئ، چي د رواني مياشتي تر پايه پوري بايد نوی جمهور رئيس وټاکل سي او په کار پيل وکړي. کرزي ويلي دي چي د ټاکنو ځند پر دولتي ادارو باندي منفې اغېزه کړې ده. خو د ټاکنو کمېسيون بيا ويلي دي چي د رايو د تفتيش بهير امکان نه لري چي د رواني مياشتي تر پايه پوري دي بشپړ سي.

د ټاکنو کمېسیون وياند نور محمد نور د شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اگست ۱۶مه) وويل چي دغه بهير په عادي ډول پرمخ روان دئ: «ټول بهير، هغه که د رايو تفتيش دئ، کې (که يې) شمېرنه ده د ۱۳۰ ټيمونو له خوا نورمال پرمخ درومي. هيله ده چي ډېر ژر دغه بهير بشپړ سي.»

د ټاکنو کمېسیون د شنبې په ورځ د ۶۰۰۰ صندوقونو د رايو شمېرنه پيل کړې ده. د دغو صندوقانو درې زره يې په اشرف غني او درې زره يې په عبدالله پوري اړه لري. ويل کيږي چي دغه سرنوشت ټاکونکي صندوقونه دي.

دا هغه صندوقونه دي چي ولسمشرۍ ته کانديدان فکر کوي چي ډېري ناپاکي رايي پکښې اچول سوي دي. ويل کيږي د دغو صندوقونو د رايو تر شمېرني وروسته به روښانه سي چي په ټاکنو کي په کومه اندازه درغلۍ سوي دي.

د دواړو کاندیدانو څارونکي وايي چي د دغو ۶۰۰۰ صندوقونو د رايو شمېرنه به شپږ ورځي وخت ونيسي.

د واک د وېش پرسر چنې

له بلي خوا داسي تمه کېده چي د کيري په منځکړتوب به د دواړو کاندیدانو ترمنځ لاسليک سوی هوکړه ليک، د رايو د تفتيش بهير گړندی کړي، خو په عمل کي دغه هوکړه لیک هم نه وسوای کولای چي زيات بدلون راولي.

اوس د دغو دواړو کانديدانو نزدې ۳۰ کسيزه ډله د «ملي وحدت کمېسيون» په نوم د واک د وېش پر سر چنې وهي. که څه هم چي اشرف غني په دې وروستيو وختونو کي ټينگار کړی دئ چي په راتلونکي حکومت کي به واک نه ووېشي، خو ويلي يې دي چي دوهم کانديد به په حکومت کي شريک وي.

په پلان کي ده چي د دغه کمېسيون د خبرو اترو پايلي د رواني اوونۍ ترپايه پوري اعلان سي. نوموړي کمېسيون ژمنه کړې ده چي هر هغه پريکړه چي د دوی له خوا کيږي دواړه کانديدان به يې لاسليک کړي.

خو د سياسي چارو څارونکی نعیم نظري په دې اند دئ چي اوس هم د دواړو کاندیدانو ترمنځ د راتلونکي حکومت د جوړولو پرسر ډير اختلافات موجود دي. هغه وايي چي دغه اوسنۍ تڼاکه هغه مهال چول کيږي چي د ټاکنو کمېسيون، د کمېسيون د غوښتنو پر اساس نه، بلکي د هغو پايلو پر اساس پريکړه وکړي چي د خلکو له رايو څخه په لاس راځي.