د سردار محمد داود خان هډونه خاورو ته وسپارل سول
۱۳۸۷ اسفند ۲۷, سهشنبهداود خان دېرش کاله د مخه د 1357 لمريز کال د ثور د مياشتي په کودتا کي د خپلي کورنۍ د نور 16 تنو غړو سره يو ځای ووژل سو. د وخت حکومت د هغوی جسدونه د پلچرخي په سيمه کي خاورو ته سپارلي ول.څه عمر د مخه د ولسمشر حامد کرزي په فرمان د داود خان د کورنۍ د غړو په شمول يو پلاوی و ټاکل سو تر څو د هغوی جسدونه و موندي چي پسله څو مياشتو هلو څلو د هغو جسدونه په يو ډليز قبر کي پيدا سول.
نن په افغانستان کي دننه او د باندي په افغاني سفارتونو او سياسي نمايندګيو کي د بيرغونو د نيم ځوړند کولو په اړه د جمهوري رياست حکم ابلاغ سوی و او دغه ډول د علومو د اکاډمۍ ستر روغتون او د دارلاامان تپه د محمد داود په نوم و نومول سول.
سردار محمد داود خان په 1973 ميلادي کال کي خپل د تره د زوی محمد ظاهر څلوېښت کلنه پاچاهي د يوې سپيني کودتا په کولو سره ختمه کړه او په افغانستان کي يې په لوموي وار جمهوري نظام اعلان کړی.