د سرحدي يرغل په اړه پاکستان پر افغانستان اعتراض کړی
۱۳۹۴ شهریور ۲, دوشنبهد پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي په پاکستان کي د افغانستان سفير جانان موسی زی د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت احضار کړی او په دې اړه ئې خپل اعتراض ورته وړاندي کړی دئ.
په وينا پاڼه کي راغلي دي چي جانان موسي زي، د يکشنبې په ورځ ويلي دي: «افغان حکومت به په دې اړه څېړني وکړي او پايلي به ئې له پاکستاني چارواکو سره شريکي کړي.»
ويلي سوي دي چي بريد د يکشنبې په ورځ له افغانستان سره په سرحد کي د پاکستاني عسکرو پر يوې پوستې باندي سوی دئ. په دغه راکټي بريد کي څلور پاکستاني عسکرو وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
د پاکستان پوځ د معلوماتو له خي دغه راکټي يرغل د خيبر په «اخوندوالا پاس» کي د پاکستاني عسکرو پر هغي امنيتي پوستې د افغانستان له خواوري سوی دئ چي ۸۰۰۰ فوټه لوړه پرته ده.»
د پاکستان د پوځ په خبر پاڼه کي راغلي دي چي دوی په جوابي يرغل کي يرغل کوونکي ياغيان له منځه وړي دي. خو د مرگ ژوبلي په اړه ئې معلومات نه لري.
پاکستان او افغانستان هر وخت يو پر بل باندي تور لگوي چي د ياغيانو ملاتړ کوي، خو دواړي غاړي يو د بل تورونه نه مني.
وروسته له هغه چي د کابل د خونړيوو بريدونو مسئوليت په پاکستان کي پر وسله والو ډلو واچول سو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي نوري هم خړي پړي سوي دي.
د افغانستان د ملي امنيت ادارې د معلوماتو له مخي د کابل د خونړيو بريدو په پلان کي «ځينو پاکستاني پوځيانو لاس لاره.»