1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرتاج عزیز د نوو څرگندونو موخه څه ده؟

۱۳۹۵ تیر ۲, چهارشنبه

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز څرگندوني د پاکستاني رسنیو سر ټکي جوړوي او له افغانستان سره ترینگلي وضعیت ته په کتو سره هغه جدي گڼل کیږي. پاکستاني کارپوهان یې په هکله بیلا بیل نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/1JB2O
انځور: picture-alliance/dpa

سرتاج عزیز د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې اسلام آباد په جگړه ځپلي هیواد افغانستان کې د سولي له پاره کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې هغه افغان مهاجر د پاکستان د امنیت له پاره د یوه گواښ په توگه یاد کړی وو.

له یوه پاکستاني تلویزوني چېنل سره د مرکې پر مهال د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي ول چې په شمالي وزیرستان کې له پوځي عملیاتو وروسته د افغان مهاجرو کمپونه د ترهگرو له پاره په خوندي ځایونو اوړي او په وینا یې علت د پولې دواړو غاړو ته د خلکو تگ راتگ دی، چې څارنه یې نه کیږي. خو سرتاج عزیز د دې خبرې وضاحت نه وو کړی چې دغه خوندي پټنځایونه د پاکستاني طالبانو دي او که د افغان طالبانو.

سرتاج عزیز وړاندې ویلي ول چې پاکستان په خپلو قبایلي سیمو کې د حکومت واکمني ټینگه کړې ده خو که چیري له افغانستان سره پر پوله په اغیزمنه توگه تگ راتگ و نه څارل شي نو پاکستاني قبایلي سیمې به خوندي پاته نه شي. هغه د افغان مهاجرو د بیرته تگ پر سر ټینگار کړی وو او ویلي یې ول چې دغه بیرته ستنیدل به په کرار کرار تر سره کیږي او د دې مقصد له پاره د اقداماتو یوه پلان ته اړتیا ده.

شنونکي په دې آند دي چې پاکستان اوس د افغان مهاجرو په هکله خپل دریځ سختوي او په وینا یې دغه دریځ ښایي د افغانستان له لوري د اسلام آباد ضد پالیسو غبرگون وي.

د ناصر محمود په نوم پاکستاني خبریال په دې هکله له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د پاکستان پیاوړې کړۍ د ملا اختر منصور وژلو په قهر کړي او په دې خبره هم غوسه دي چې امریکا خو ملا اختر منصور په نخښه کړ خو کله چې اسلام آباد له امریکا څخه د مولانا فضل الله د په نخښه کولو غوښتنه وکړه نو واشنگټن پرې غوږ هم و نه گراوه.»

د ناصر محمود په وینا «د پاکستان ستونزه دا ده چې هغه د طالبانو ملاتړ نه شي پریښودی، ځکه چې هند په افغانستان کې پښه ټینگوي او له اسلام آباد سره د افغان طالبانو پرته بل کوم پاکستان پلوی گروپ نه شته، چې دوی یې ملاتړ وکړي.» نوموړي پاکستاني خبریال زیاته کړې چې له ستراتیژیک لحاظه له پاکستان سره بله کومه چاره نه شته.

د یوې پوښتني په جواب کې محمود وویل چې افغان مهاجر له پاکستان څخه بیرته ستنول هم کوم آسانه کار نه دی: «هغوی [افغان مهاجر] دلته له ۳۵ کلونو راهیسې اوسیږي. دلته یې جایدادونه دي، کاروبار یې دی. په ځایي خلکو کې یې ریښې دي. په دومره لوی شمیر کې د اوسیدونکو کسانو ایستل او بیا د هغوی د بیرته راستنیدو د ناممکنه کولو له پاره د دومره اوږدې پولې څارنه به آسان کار نه وي. زه فکر نه کوم چې پاکستان دې هغوی بیرته واستولی شي.»

ډاکټر بکر نجم الدین چې د پریسټن، پوهنتون د نړیوالې اړیکو له څانگې سره تړاو لري له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «پاکستان سیمي او نړۍ ته ویل غواړي چې اسلام آباد د ترهگرۍ سبب نه دی، بلکې بهرنیان دي.»

د ډاکټر بکر نجم الدین په خبره: «د کابل حکومت پر اسلام آباد دا تور لگوي چې ترهگرو ته پناه ورکوي او ملاتړ یې کوي. پاکستان اوس افغان حکومت باوري کوي چې د افغان مهاجرو په کمپونو کې د ترهگرو خوندي پټنځایونه دي.»

ډاکټر بکر نجم الدین د دغسې یوه وضعیت، وضاحت په دې ټکو کې کوي چې: «د دې یو مقصد دا کیدای شي چې افغان حکومت دې مهاجر بیرته راوغواړي، څو د ترهگرۍ ستونزه ختمه شي، خو د کابل حکومت دا کار نه شي کولای او پاکستان هم په دې پوهیږي.

دوهم مقصد یې دا کیدای شي چې حقاني شبکې یا افغان طالبانو ته پاکستان پناه نه ورکوي، بلکې د افغان مهاجرینو بې کنتروله تگ راتگ نه یوازي د پاکستان، بلکي د افغانستان د امنیت له پاره هم په یوه گواښ اوړي. که چیري له دې خطر سره جگړه کول وي نو د پولي څارنه دي اغېزناکه کړل شي او هلته دې تأسیساتو ته اجازه ورکړل شي.»