د سانکت پيتربورگ په ميترو کي چاودني سخته مرگ ژوله اړولې ده
۱۳۹۶ فروردین ۱۴, دوشنبهد روسي چارواکو په حواله د روسيې د ستر ښار سانکت پيتربورگ په ميترو کي چاودني ۱۰ کسان وژلي او په لسونو نور ئې ټپيان کړي دي. د ښار ميترو اوس پټه درېدلې ده او د چاودنو په اړه پلټني رواني دي.
چاودنه د «سيننايا پولشد» (پروړو ميدان) او «تيخنولوگيچيسکي انستيتوت» تمځايونو ترمنځ سوې ده. د وروستيو راپورنو له مخي په سيننايا پولشد تمځای کي په لاس جوړ سوی يو ناچاودلی بم هم موندل سوی دئ.
د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين هم د دوشنبې په ورځ سانکت پيربورگ ښار ته تللی وو. د هغه د وياند په خبره پوتين هلته پاته سوی دئ.
تر چاودني لږ وروسته پوتين ژمنه کړې ده چي امنيتي ځواکونه به د چاودني علت روښانه کړي. هغه انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ به له ټولو امکاناتو کار واخلو، څو معلومه کړو چي دا يو جنايي او که تروريستي عمل وو.»
د روسيې د فدراسيون شورا يوه غړي ويکتور اوزيروف ويلي دي چي د چاودني له ټولو نښانو څخه داسي ښکاري چي بريد دي تروريستي وي.
د لومړنيو راپورونو له مخي بريد ځانمرگی نه وو، بلکي د چارواکو په حواله له ۲۰۰ تر ۳۰۰ گرامو پوري ډيناميت موادو چاودنه وه. ويل کيږي چي له دغو موادو سره فلزي ټوټې هم يوځای سوي وې. چاودنه د ميترو په يوه واگون کي سوې ده.
د دغه پينځه ميليوني ښار ټوله ميترو اوس بنده سوې ده او په انځورونو کي ښول سوې چي د چاودني له ځايه يعني د ميترو له تمځايه لوگي پورته کيږي.
د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه اخيستې نه ده.