1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ساخاروف جایزه دوو ایراني فعالانو وگټله

۱۳۹۱ آبان ۵, جمعه

د اروپايي ټولنې پارلمان ویلي دي چې سږ کال د ساخاروف د آزادۍ جایزه یو تن ایراني فلم جوړونکي او یوې ایرانۍ د بشري حقونو فعالې گټلې ده. د دې جایزې گټونکي جعفر پناهي او نسرین ستوده نومیږي.

https://p.dw.com/p/16XqF
انځور: Arash Ashourinia/AFP/Getty Images / picture-alliance/dpa

دغه جایزه د اندره ساخاروف چې یو شوروي هستوي عالم دی په نوم یادیږي. دا جایزه له ۱۹۹۸ کال راهیسې د اروپا پارلمان هغو کسانو ته ورکوي چې د بشري حقونو او آزاد فکرۍ په برخه کې یې د پام وړ کار کړی وي. د جنوبي افریقا لومړنی لومړی وزیر نلسون ماندلا او د روسي نومیالۍ لیکوال اناتولي مارجینکو، د دغې جایزې له لومړیو ګټونکو څخه ول.

اروپايي ټولنې په لومړي ګام کې د دې جایزې د ګټلو له پاره پنځه تنه. خو په پای کې د اروپايي ټولنې پارلمان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ایرانۍ فلم جوړونکی جعفر پناهي او د سیاسي زندانیانو وکیله نسرین ستوده، د دې جایزې ګټونکي دي. په دې ترتیب سره نو اوس هغوی ته ۵۰ زره یورو ورکول کیږي.

د پوسي رویات د موسیقي روسۍ ډله او د بلاروس د بشري حقونو فعال الیس بیالیاتسکي، هم د دغې جایزې د سږ کال د نوماندانو به نوملړ کې شامل ول.

جعفر پناهي او نسرین ستودې د ایران په ستونزمنو شرایطو کې د کار کولو له کبله خپل ځان ته د ټولو پام راواړوه. پناهي چې د ایران له مشهوره فلم جوړونکو څخه شمیرل کیږي اوس په شپږو کلونو زندان محکوم شوی دی او له فلم جوړولو څخه هم منع کړل شوی دی. خو هغه لا تر اوسه پورې بندي شوی نه دی. د اروپا پارلمان ویلي دی چې پناهي د خپل او نورو د حقونو څخه د دفاع کولو په برخه کې د زړوړتوب په خاطر دغه جایزه ګټلې ده.

د اروپا د پارلمان رئیس مارتین شولتس، د جایزې د اعلانولو پر مهال وویل: «دغه جایزه د هغو دوو تنو د کوښښونو د په رسمیت پیژندلو له پاره یو پیغام دی چې د ویرې پر وړاندې یې سر نه دی ټیټ کړی. دا هغه کسان دي چې د خپلو خلکو برخلیک یې په خپل لاس کې نیولې دی.»

میرمن ستوده د ۲۰۱۰ کال په سپتمبر میاشت کې د ایران د رژیم پر ضد د تبلیغاتو په تور ونیول شوه. هغه اوس په زندان کې ده او د ایران چارواکي د هغې کورنۍ ته اجازه نه ورکوي چې ورسره وویني. میرمن ستودې له زندان څخه خپلې کورنۍ ته په یوه لیک کې لیکلي دي: «زه پوهیږم چې تاسو ډوډۍ، کورنۍ او اوبو ته اړتیا لرئ.» هغې په خپل لیک کې زیاته کړې ده چې ماشومان يې په همدې حال کې امنیت آزادۍ او د قانون حاکمیت ته هم اړتیا لري.

مسعود جهش (dpa, Reuters, AFP)
کتونکی: عبدالباري حکیم