1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زړو خلګو د تجريبو څخه بايد ګټه واخستل سي

۱۳۸۶ دی ۳, دوشنبه

د آلمان د اتحاديي جمهوريت اولسمشر د مسيحي اختر په وياړ پخپله وينا کي د جرمنيانو څخه غوښتنه کړې چي نورهم دزړو او ځوانانو ترمنځ ګډ کار وکړي.

https://p.dw.com/p/DKGY
د آلمان د اتحاديي جمهوريت اولسمشر هورست کولر
د آلمان د اتحاديي جمهوريت اولسمشر هورست کولر

د جرمني مشر هورست کولر زياته کړې چي د زړو خلګو تجريبې او حوصله مندي بايد د زحمت کښو ځوانانو سره وتړل سي.

د هورست کولر د څرګندونو سره سم چيري چي ددې امکان موجود وي بايد د هغه څخه ګته واخستل سي. دغه راز نوموړي وويل، چي انسانانو ته هر وخت د زړو په سترګه کتل کيږي که څه هم چي دوی ډېر توان او تجريبې لري.

هورست کولر په ځانګړي ډول په بهرکي د ټولو آلماني عسکرو، پوليسواو د پرمختيايي کارکونکو څخه مننه وکړه.