1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زورزياتي ښکار شوی شنایا اوس هم ویریږي

۱۳۹۵ آبان ۲۶, چهارشنبه

د شکمن مجرم «ججا بټ» د تشدد ښکار شوی نر ښځی شنایا، وایي چې یوازي هغه نه، بلکې نور نر ښځیان هم د بانفوذه خلکو د تاوتریخوالي ښکار کیږي، له هغوی څخه باج اخیستل کیږي او له جنسي غلامۍ سره مخامخ کیږي.

https://p.dw.com/p/2Sl70
Pakistan Transgender Protest in Islamabad
انځور: Urooj Raza

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د احتجاجي لاریون په ترڅ کې نر ښځي شنایا په چغو چغو ژړل. تر دې د مخه پر شنایا باندي د تشدد یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه. پر شنایا باندې شکمن تشدد کوونکي کسان نیول شوي دي. خو شنایا له دې خطر سره مخامخ دی چې ښایي نیول شوي کسان د خپل نفوذ له کبله پریښول شي او تر آزادیدو وروسته شنایا ته زیان ورسوي.

شنایا له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې هغه د فیصل آباد اوسیدونکی دی، خو سیالکوټ ته د دې له پاره تللې وو چې یو څه پیسې وگټي. د هغه په خبره په یوه پروگرام کې تر گډون وروسته خپل کور ته تر راستنیدو لږ څه وروسته یې د کور دروازه وټکیده. هغه وایي چې ججا بټ نومي مجرم یې او ملگري یې کور ته راننوتل او تشدد یې پر وکړ.

په انټرنیټ کې په خپره شوې ویدیو کې لیدل کیږ چې شنایاپر ملا باندې په کمربندونو سره په ډیري بې رحمۍ سره وهل کیږي.

Pakistan Transgender Protest in Islamabad
انځور: Urooj Raza

د شنایا په خبره هره ورځ دغسې زیاتی کیږي: «زه ویریدلی ووم. ټوله شپه له ویري رپیدم او د هغوی ظلم مې زغمه. سهار په تیښته بریالی شوم.» شنایا وایي چې شکمن مجرمانو له دې څخه باج غوښته او د هغه سره زر یې هم غلا کړي دي. شنایا ډاډمنتیا ښوولي چې پولیسو شکمن کسان نیولي دي خو له دې ویریږي چې دغه کسان به تر آزادیدو وروسته هغه ژوندی پرې نه ږدي.

په دغه احتجاجي لاریون کې گډون کوونکي ژورنالیستي عروج رضا له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «کله چې مي دغه ویدیو ولیده نو ټوله شپه مې خوب و نه کړ. دا ډیره دردونکي ویدیو وه.» د عروج په خبره که چیري د ظلم ښکار شوی نر ښځی د حکمرانانو اولاد وای، نو داسې په سړکونو به یې چیغې نه وهلي او د خپل حق له پاره به یې داسې احتجاج نه کاوه.

عروج په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې د پاکستان د سترې محکمې له لوري نرښځیانو ته د پيژند پاڼي ورکولو او په جایداد کې د حق ورکولو سربیره هم، نه دوی په ښوونځيو کې ځای لري، نه په مسجدونو کې، نه په روغتونونو کې او آن د خپل کور خلک ترې هم مخ اړوي.

Pakistan die Beschludigten für Übergriffe auf Transgender werden zum Gericht in Sialkot geführt
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Ikram

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو مشري فرزانه، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «په سیالکوټ کې یوه ډله ده چې له نرښځیانو ویښته پرې کوي، پر هغوی تشدد کوي او جنسي غلامان یې گرځوي.»

نور مطالب: