د زمبياهر شپږم بالغ وگړی په اېدس اخته دی
۱۳۸۶ مرداد ۴, پنجشنبهافريقايي هېواد زمبيا، د نړۍ د هغولسوهېوادونوپه ډله کې راځي، چې ترټولوبېوزلي دي. د زمبياهرشپږم بالغ اوسېدونکی چې د پنځلسواوپنځه ويشتوکلونوترمېنځ عمرلري، د اېډز په ناروغۍ اخته دي. د اټکلونوله مخې په زمبياکې له شپږسوه زره نه تريوميليون تنه پورې انسانان په اصطلاح د اېډز د ناروغۍ يتيمان يا يسيران دي. لکه د دووماشومانومور، اوه لس کلنه ميسېلو.
ميسېلوپه يوې شپږمربع متره سمټي سوړې کې ژوندکوي. د تُشکې پرځاي صرف څوکمپلې لري. د ميسېلو ټول کالي، دوه کاوباي پطلونونه او درې کميسونه، پردوومېخونوباندې ځوړند دي. په غېږکې يې د لسو مياشتولورده. د ميسېلولورلمده ده، خوهغه د نورو ورنيو لپاره پيسې نلري. شاته يې په تياره کې زوی پروت دی. څلورکلن لکي مطلق معيب دی.
د رحم پرځای جنسي تيری
که څه هم چې ميسېلو صرف څوکاله ښوونځي ته تللې، په انگليسي ژبه ښه غږېدلای شي. ميسېلو د خپل ژوند کيسه کوي:» لومړی له خپل پلارسره اوسېدلم. خوکله چې زه دوه کلنه وم، پلارمې مړشو. وروسته مې بياله خپلې مورسره ژوندکوی. زمامورهم فاحشه وه اوکله چې زه دولس کلنه وم د اېډز د ناروغۍ له کبله مړه شوه. ما د هغې پالنه کوله. وروسته مې بياپه سړکونواوکوڅوکې ژوندکوی. شپه مې د سړک تر غاړې تېروله. موټرچلونکي او د امنيتي چاروکارکونکي له ماسره څملاستل. ډول، ډول نرانوپرماباندې جنسي تېري وکړل. کله چې زه تقريباً ديارلس کلنه وم، حامله شوم. دغه ماشوم مې په گېډه کې وو. زمادغه زوی معيوب دی. نه گرځېدلای، نه هم غږېدلاې شي. هيڅ شی نشي کولای. داهغه وخت ووچې ما د ژوندي پاتې کېدولپاره په فحشالاس پورې کړ. «