د زعفرانو موټرو ته اور اچول سوی او چلونکي يې وژل سوي دي
۱۳۸۹ شهریور ۱۴, یکشنبهدغه مرسته د هغه ولسوالۍ د بزگرو سره سوې وه تر څو د تارياکو پر ځای زغفران وکړي چي په دې وروستيو کي يې ډيره ښه نتجه هم ورکړې وه.
د هرات د والي وياند نقيب الله اروين ويلي دي« وسله واله طالبانوکشک کهنه ولسوالي پر لاره هغه دوه موټره د زعفرانو پياز(تخم)له موټرو سره وسوځول چي د بزګرو لپاره دولت مرسته کړي وه اوموټرچلونکي يې وژلي»
دغه راز د يوه بل خبر له مخه په هرات ولايت کي د امينه قومانذانۍ له خوا نيول شويو۸نيم سوه کيلومخدره موادوته اورورته شو دغه مواد د تيرو۴مياشتوپه اوږدوکي نيول سوي ول.
د هرات د والي وياندوويل د موادوسره په تړاويې بيلابيلو۱۶۳عملياتوکي ۱۹۲متهم قچاق وړونکي نيولي دي.
همدارازد والي وياند نقيب الله اروين وويل اداره يي د مخدره موادو په مخنوي کي جدي ده.
په هرات کي د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزي رئيس غلام جيلاني دقيق هم وايي: دا نشه يي توکي کريستال، ترياک، هرويين، مورفين او چرس وه، چي ډيری يي د ايران په سرحدي کي د قچاق پر مهال ترلاسه سوي دي.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل