1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زرداري او کرزي د خبرواصلي موضوع به په قبايلوکي دياغيانو سره مبارزه وي

۱۳۸۷ دی ۱۷, سه‌شنبه

دپاکستان ددولت مشر آصف علي زرداري نن دلمړي ځل دپاره په رسمي ډول کابل ته رسيدلی دی ...

https://p.dw.com/p/GT0q
دپاکستان جمهوررييس آصف علي زرداري
دپاکستان جمهوررييس آصف علي زرداريانځور: AP

دی به ترغرمي وروسته دافغانستان دولس مشر حامدکرزي سره ګوری ،او ماښام به دواړه په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي برخه واخلي . ددوی دخبرو مهمه او اساسی موضوع به داوي چی ددواړو هیوادونو په ګډو پولو کی دتندلارواسلامي ډلو دمقاومت په مقابل کي څه بايد وسی ،او په دی لارکی ددواړو هیوادونودګډکار دپاره څه امکانات موجود دي .

زرداري بايد په تيره میاشت کی افغانستان ته راغلی وای ، خو کابل ته دده دغه سفر دهوا دخرابوالي له امله ځنډول شوی ؤ .

دزرداري او حامد کرزي دګډو خبرو په آجندا کی به ددواړو خواوو ذات البينی اړیکی ،په اقتصادی او دسوادګرۍ په چاروکی ګډ کار ، اودسيمي پر حالاتو باندی دافکارو تبادله هم شامله وي .

په دغه سفرکی دپاکستان ددولت دمشرزرداري سره ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزيرشاه محمود قريشي هم ملګری دی . افغانستان ته دزرداري دسفر څخه يوه اونۍ مخکی دپاکستان دپوځي ځواکونو لوی درستيزجنرال اشفق کياني هم کابل ته راغلی ؤ، او دافغانستان دمسؤلو چارواکو سره يي په دې هکله خبري کړي وې چی دتندلارو اسلامي ډلوپر ضدبه مبارزه په څه ډول وي،او په ګډو پولوکی څنګه کيدلاي سي چه دترهګرۍ پر ضد مبارزه تنظیم شي .

نن ورځ دپاکستان قبايلی سیمی دترهګرۍ پر ضد په مبارزه کی اساسي هدفونه بلل کيږی ،اودافغانستان او امریکې حکومتونه دواړه په دې عقیده دي چي افغانستان ته دقبايلی سیمو څخه جنګيالی او اکمالات راځي . نه داسلام آباد او نه هم دکابل حکومت تراوسه پر دې قادر سوی دی، چي دپاکستان اوافغانستان په ګډو قبايلي خود مختاروسیموکی دهغه طالبانو او دالقاعده داورپکو مقاومت مهار کړي ، کو م چي د 2001 ميلادی کال په پاي کی پرافغانستان باندی دامریکایانو دپوځي عملیاتو دپيل څخه وروسته دغو سیمو ته تښتيدلي دي .

په دغه سيمه کي حالات ډير پيچلي او ویجاړ بریښی ،او ددغه مغلقواوپیچلو حالاتو وريځي ددواړو ګاونډیو هیوانو په اړیکو کی هم د ورايه ليدل کیږي .