1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زردارى حکومت دڅه ډول مشکلاتو سره مخامخ دی

۱۳۸۸ آذر ۶, جمعه

که ديوې خوا په افغانستان کښى د ډيرى مودى راهيسى د حکومت پر ضد د انتقادونو يوه لړى روانه ده،نود بلي خوا پاکستان هم په دغه سيالی کښى وروسته ندى پاته

https://p.dw.com/p/Khel
د پاکستان جمهورريس اصف علي زردارى
د پاکستان جمهورريس اصف علي زردارىانځور: pa / dpa

او د څه مودى راهيسى خو د پيپلز ګوند د حکومت خصوصأ د آولس مشر اصف زردآرى پرضد هلى ځلى دومره تودې سوي دى چى حکومتي چارواکى او خلګ يې د انديښنو سره مخامخ کړى دى .

سياسى کتونکى وايي چى پاکستان يو وار بيا د يوه سخت کړکيچ سره مخامخ کيدونکى دى او خبره خو دې ته رسيدلې ده چى دا په ډاګه ويل کيږى چى آيا اصف زردآرى به د اونيوراهيسي اقتصادى –سياسى- پوځى او د ترهګرۍ پر ضد ربړو څخه راووتل سي او که نه ! او اوس ددې امکان سته چه يوبل څوک رييس جمهور سي .

ځينى هغه سياسى مشکلات چى د پيپلز پارټۍ مشرتابه ورسره مخامخ دى په لنډا ډول دا دي ،

د پخوانى جمهور ريئس جنرال پرويز مشرف په وخت کښى د NRO يعنى ملۍ په خوله کيدنى د لړ د روغى جوړى قانون د کومى له مخى چى د بډهى وهنى او نورو جنايتونوآفه کيدنه ده او بهرته وطن ته د راتګ اجازه ده خو د قانون سره سم ددى موده ددغه مياشتى تر28نيټى پورى ده او په دغه کښى د اصف زردآرى نا مه ه راځى نو آيا دا خودۀ ته کوړکئ کيښودل نه دى د دغه تر څنګ د کله راهسى چى امريکا د متحده ايا لتونو له خوا پاکستتان ته د مرستو د لړ کيرى لوګر بل نومى موضوع پيل شوى دا په کومه کښى چى پوځى مرستى نشته دى په دغه باندى نيوکى کيږى او په سياسى فضاکښى ډيرى غلط فهميانى پيدا شو ىدى ځکه چى سم د لاسه د پوځ مشر تابه د مخالف ډلى مشر نواز شريف او اصف زردآرى تر مينځه که څه هم ليدل کتل شو ىدى خوهر چا ته څرګنده ده چى درز ډيرشوى دى هم دا ډول د پيپلز ګوند دننه د خفګانونو د لړ رپوټونه او د اولس مشر او لومړى وزير تر مينځه د زړه بداوى دلړ اوازى او نن د مطبو عاتو دا سرليکونه چى د پيپلز ګوند او متحده قامى غورځنګ MQM تر مينځه د سياسى جګړى پيل کيدل هم دا رنګ د حکومت له خوا بلوچستان ته د مراعاتو ورکولوپه نښتون کښى د بلوڅو مشرانو له پلوه دا رديدل او دا هسى ابس او تش لوظونه ګڼل او د پيپلز ګوند مشر اصف زردآرى پر ضد دځينى مطبو عاتو او خبر يا لانو را پورته کيدل او په اصف زردآرى د نيوکو تورونو او پيغورونو يو نه ودريدونکى لړى پيل کيدل او ورځ په ورځ دنورو سياسى ډلو څه ښى نخښى نښانى ندى چى ځينى سياسى کتونکى دا هم د پټولاسونو کار بولى .

شاه جهان / پيښور

کتونکی : محمد قاسم نوري