1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زده کونکو د مسمومولو په تور د ۷ تنو نیول

۱۳۹۱ تیر ۱۴, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د زده کوونکو د مسمومولو په تور ئې یوه اووه کسیزه ډله نیولې ده. د دې وزارت په خبره دغه ډله د سرپل لایت څخه نیول شوې او د څېړنو له پاره کابل ته لیږدول شوې ده.

https://p.dw.com/p/15RDF

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي، د چهار شنبې پر ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په نیول شوو کسانو کې درې ښځې هم شاملې دي.

د ښاغلي صدیقي په خبره لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغو کسانو د زده کونکو په مسمولو کې له یو ډول گاز څخه کار اخېستی دئ. دی وايي چې تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دغه کسان له کومې ډلې سره تړاو لري خو د هغه په خبره ښايي چې د طالبانو په څیر له یوې ترهگرې ډلې سره تړلي وي:

«اوس به ډیر ژر وي چې د یوه مشخص تروریستي ګروپ نوم واخلو. خو په ټولیزه توګه ویلی شم چې ښايي دغه کسان د طالبانو نزدې همکاران وي. دوی داسې ترهګر دي چې له بهره څخه دستور اخلي.»

د تېرې یوې میاشتې په لړ کې په سرپل ولایت کې په پرله پسې توګه له ۳۰۰ څخه زیاتې زده کونکې په نامعلوم دلیل مسمومې شوې دي. د مسمومیت تر ټولو وروستۍ پېښه په همدې اونۍ کې د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې رامنځ ته شوه. د دې پېښې په ترڅ کې د مصرآباد په نوم د نجونو د ښوونځې ۲۶۰ زده کونکې مسمومې کړای شوې.

چارواکي وايي چې له یوه کال راهیسې ئې د زده کونکو د مسمومیت شل پېښې ثبت کړې دي خو په دغو پېښو کې زده کونکي له کوم جدي روغتیايي ستونزې سره مخامخ شوي نه دي.

په همدې حال کې د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د مسمومیت د پېښو په اړوند ئې زیات شمیر کسان نیولي او اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته ئې پیژندلي دي.

دغه ریاست تر دې پخوا هم ویلي وو چې وسله والو طالبانو پورې تړلې یو شمېر ډلې د سیمې د استخباراتي کړیو په اشاره افغان زده کونکې مسموموي.
 
د ملي امنیت عمومي ریاست د ویاند مرستیال شفیق الله طاهري وايي: «افغانان له یوه داسې دښمن سره مخامخ دي چې خپلو موخو ته د رسیدو له پاره له هیڅ راز لارې چارې دریغ نه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت ډاډ ورکړی دئ چې په هېواد کې ئې د مسمومیت د پېښو پر وړاندې جدې تدابیر تر لاس لاندې دي. د دغه وزارت تخنیکي معین محمد اصف ننګ، وايي چې د دغو پېښو په مخنیوي کې ولس ۸۰ سلنه رول لوبولی شي:

«په ټوله نړۍ کې د پوهنې ۸۰ سلنه بهیر د خلکو په واسطه پر مخ بیول کیږي، ځکه ښوونځي خلک جوړوي او د خلکو په ځمکو کې جوړیږي.»

ښاغلی ننګ زیاتوي چې د مسمومیت پېښو ته باید دومره هوا ور نه کړل شي چې د هېواد په نورو برخو کې د زده کونکو د ډار او ویرې سبب و نه ګرځي.

د زده کونکو د مسمولو مسئولیت څوک پر غاړه نه اخلي او نه ئې هم تر دې دمه کره دلیل په ډاګه شوی دئ. تر دې پخوا د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي وو چې د دوی څېړنو ښوولې ده چې دا پېښې په هوا کې د گاز د خپریدو له امله رامنځ ته کیږي. د دغه وزارت چارواکو ویلي دي چې هغوی تر اوسه پورې د مسموم شوو زده کوونکو په وینه کې زهرجن مواد نه دي موندلي.

اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش