1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زابل ولايت ټولي لاري واورو بندي کړي دي

۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبه

په زابل ولايت کي د سختو وارو د اورېدلو له امله د کابل کندهار لويه لار او ددغه ولايت ولسواليو ته ډېري غزېدلي لاري د ترافيکو پرمخ تړل بندي سوي دي.

https://p.dw.com/p/145Xq
انځور: DW

د چارواکو په خبره دا په روانه مياشت کي پنځم وار دئ چي په دغه ولايت کي تريو متر پوري واوري اوري او د خلګو په وړاندي ئې ډيري ستونزي رامنځته کړي دي.

هغه مسافران چي دا مهال د زابل په مرکز کلات کي پاته دي اونه سي کولاى چي کابل او يا کندهار ته سفر وکړي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته ئې په يوه تليفوني تماس کښي وويل چي د زابل سيمه ييز او په کابل چارواکي او نړيوالي موسيسې دي ددوی غم وخوري.

«لاري بندي دي، ښه څرگندونه ئې زه خپله يم او نن څوومه ورځ ده چي له کندهار څخه مي غوښتل کابل ته ولاړسم دا دئ دلته په کلات کي د سختو واورو د اوريدلو له امله بند پاته يم.»

د زابل ولايت مرستيال والي محمدجان رسوليارهم د موټر چلوونکو، مسافرينو او زابليانو خبره تائيدوي او وايي چي دوى نه يوازي د ولسواليو، بلکي خپله په مرکزکي هم له سختوستونزو سره مخامخ سوي دي.

د هغه په خبره که د واورو اوريدل همداسي دوام وکړي او مرستي ورته و نه رسيږي نو خداى مه کړه چي هلته به يو انساني ناورين رامنځته سي.

رسوليار زياتوي چي دا په تيرو پنځو کلونو کښي بې ساري واوره اورېدنه ده چي خلکو ورته وار دمخه چمتوالی نه درلود.

«د ولسواليو خلګ د مرکز په شمول د واوري له کبله له بېلابېلوستونزو سره مخامخ دي، ددوى د مالونو خوراکه او خپله ددوى هغه غذايي مواد چي دوى جمع کړي ول، هم پر خلاصيدو دي. نو دا خلګ کلکو مرستو ته اړتيا لري.»

سږکال نه يوازي زابل، بلکي د هيواد پر نورو لايتونو سربيره کندهار، روزګان او هلمند ولايتونه هم د سختو بارانونو او واورو شاهدان دي.

په کندهار او هلمند کي بيا پر واورو سربيره نن څلرمه ورځ ده چي سخت بارانونه اوري چي يو شمېر کورنه ئې هم زيانمن کړي دي او د سيلاب اوبه کورونو ته ننوتلي دي.

خو د کندهار چارواکو تر اوسه پوري رسنيو ته دقيق معلومات نه دي ورکړي چي تر اوسه پوري څومره کورونو او هټيو ته تاوانونه رسېدلي دي.

سږکال د هيواد د نورو ولايتونو تر څنګ په سهيلي ولايتونو کي هم په داسي حال کي د نورو کلنو په پرتله درنه واوره او سخت بارانونه اوري چي وار ترمخه لا د کندهار د طبعي پيښو په وړاندي د مبارزې رياست ويلي ول چي په دغه ولايت کي په زرګونو کورنۍ تر سختو شرايطو لاندي ژوند کوي.

محمد ابراهيم سپېڅلی کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل