1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ریحام خان «جانان» فلم نندارې ته وړاندې کیږي

صایمه حیدر/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۱۸, پنجشنبه

د پاکستانۍ خبریالې ریحام خان، د فلم جوړونکې په توگه لومړې فلم نندارې ته چمتو دی. ریحام خان د پاکستان د تحریک انصاف گوند د مشر عمران خان پخوانۍ میرمن ده. د جانان په نوم دغه هنري فلم په اختر کې نندارې ته وړاندې کیږي.

https://p.dw.com/p/1JyCl
Pakistan Reham Khan Ehefrau des Politikers Imran Khan
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د پاکستان یوې ځایي انگلیسي ورځپاڼې له ریحام خان، څخه پوښتلي چې له عمران خان سره تر واده او بیا له هغه څخه تر طلاق اخیستو وروسته، ځوانو نجونو ته څه پیغام ورکول غواړي. هغې وویل: «تر طلاق وروسته پر ما باندې تورونه ولگول شول او زه د خپل ژوند تر سخت وخته تیره شوم. خو ما خپله مبارزه وکړه او د عادي ژوند پر لور بیرته ور وگرځیدم.»

د ریحام خان په خبره کله چې په پاکستاني ټولنه کې یوه ښځه طلاقیږي، نو داسې انگیرل کیږي چې تیروتنه به د ښځي وي. د هغې په خبره که چیرې یوه ښځه خبریاله وي او دوه وارې طلاقه شوي هم وي، نو اټکلول یې گران دي چې په ټولنه کې باید هغه څومره پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د خبریالۍ تر څنگ ریحام خان اوس د یوه فلم جوړونکې هم شوه. د هغې نوی فلم چې جانان، نومیږي د اختر په لومړۍ ورځ نندارې ته وړاندې کیږي. د ریحام خان په وینا په فلم کې د پنجاب او پښتنو کلتور نندارې ته وړاندې شوې دي.

د فلم کیسه او لوبغاړي له اوسني عصر سره تړاو لري. ریحام خان د دغې فلم په هکله وړاندې ویلي دي چې کیسه یې زموږ د کورونو کیسه ده. د بیلگې په توگه کله چې یوه عصري پښتنه نجلۍ له یوه پنجابي سره واده کول غواړي نو کوم ضرورونه لرلی شي.

خو په فلم کې د نورو ټولنیزو مسایلو په هکله هم یادونه شوې ده. د فلم کیسه پر یوې پښتنې نجلۍ راڅرخي چې په بریتانیه کې د لوړو زده کړو تر سره کولو وروسته بیرته پاکستان ته راځي. په دغه فلم کې مرکزی نقشونه ارمینه رانا خان، بلال اشرف او علي رحمان لوبولي دي.