1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روم غونډه: ایران به د افغانستان د شخړی په ختمولو کی ونډه واخلی

۱۳۸۹ مهر ۲۷, سه‌شنبه

هالبروک:« کله چي له دی کنفرانس څخه مخکی له مونږ څخه وپښتل شول چي ايا د ايران د استازي د ګدون سره په دغي غونډي کي کومه ستونزه لری، نو مونږ وويل نه!. ايران کولاي شي چی د افغانستان د شخړي په ختمولو کي مهمه ونډه ولری.»

https://p.dw.com/p/Phqf
له کيڼي خوا: د متحده ايالاتو ځانکړي استازي ريچارد هالبروک، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، د ايتاليا د بهرنيو چارو وزيرفرانکو فراتيني د روم په غونډه کي
له کيڼي خوا: د متحده ايالاتو ځانکړي استازي ريچارد هالبروک، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، د ايتاليا د بهرنيو چارو وزيرفرانکو فراتيني د روم په غونډه کيانځور: AP

نړيوالو قدرتونو د دوشنبي په ورځ د افغان حکومت او د طالبانو تر منځ د خبرو اترو د بهير څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او افغان حکومت ته يي د امنيتي چارو د سپارلو لپاره شرايط وټاکل.

د 46 هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي چه په کښي د ايرا ن او د اسلامي هيوادونو د کنفرانس استازي هم شامل ول، په روم کي راغونډ شوي ؤ ترڅو د افغانستان په اړه په لوړه کچه خبري اتري وکړي.

دا په داسي حال کي ده چه په دغي غونډي کي حاضرو چارواکو دا هم ويلي دي چي د سيمي قدرتونه لکه ايران، چه افغانستان سره سرحد لري کولاي شي چي د افغانستان د شخړي په ختمولو کي مهم رول ولوبوي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي، ريچارد هالبروک، ويلي دي چي ايران کولي شي د افغانستان د جګړي په ختمولو کي ډير مهم رول ولوبوي. هغه وویل:« کله چي د دوي څخه وپښتل شو چي ايا دوي د ايران د استازي د ګدون سره په دغي غونډي کي کومه ستونزه لري، نو دوي وويل چي د امريکا متحده ايالات په دي برخه کي کومه ستونزه نلري. ده ويلي چي ايرا ن کولاي شي چه د افغانستان د شخړي په ختمولو کي مهم رول ولوبوي.

دا په داسي حال کي ده چي د روم په غونډي کي د ايران استازي، محمد علي قانع زاده، د فرانسي د خبر رسولو اژانس ته ويلي دي چي د افغانستان د شخړي، حل د سيميزو هيوادونو له لياري کيداي شي. هغه وویل: « دا چه نړيوال د افغانستان څخه د 2011 تر 2014 کلونو په جريان کي د وتولو خبري کوي، بايد منتظر اوسو چي ايا دوي په رښتيا هم له افغانستان څڅه په دغو کلونو کي بهر کيږي او که نه.»

په همدي حال کي بيا د افغانستان لپاره د ايتاليا ځانګړي استازي، مسيمو انوسي، ويلي دي چي د ايران او افغانستان بيلول به تر ټولو لويه اشتباه وي، ځکه چي دغه دوه هيوادونه سره ګډي منافع لري.

د پاکستان او افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي، ميښایل شتاينر، چه په دغي غونډي کي يي ګډون درلود، خبريالانو ته وويل چي د دي غونډي ګډونکونکو د افغانستان د ثبات او په دغه هيواد کي د بشري حقونو د تامينولو د هدف لپاره خبري اتري وکړي.

شتاينر همدا راز ويلي دي چه د دغي غونډي ګدونوالو موافقه کړي ده چه په 2011 کال کي به افغان حکومت ته د امنيتي چارو د سپارلو بهير، تر سختو شرايطو لاندي پيل شي. ده همدا زار زياته کړي ده چه د افغان ځواکونو د روزني هلي ځلي بايد نوري هم ګړندي شي. شتاينر زياته کړي ده چي د امنيتي چارو د سپارلو بهيربايد په ښه امنيتي شرايطو کي تر سره شي.

دغه الماني چارواکي همدا راز ويلي دي چي د روم د کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کي د سولي د خبرو اترو د بهير څخه خپل ملاټړ اعلان کړي دي. ده زياته کړي ده چه د افغانستان ستونزه نظامي د حل لاره نلري، او نړيوال يوي سياسي پروسي ته اړتيا لري.

په همدي حال کي بيا د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي، ريچارد هالبروک، ويلي دي چي په افغانستان کي د هر هغه چا لپاره چي د سولي د بهير سره يوځاي کيږي ځاي شته او دا د ماتي معني نلري. د امريکا د متحده ايالاتو حکومت هميشه ويلي دي چي د افغانستان جګړه له نظامي لاري نه ګټل کيږي.

د روم غونډه د ناټو د غونډي نه يوه مياشت د مخه جوړه شوي ده او په دغي غونډي کي افغان حکومت ته د پوځي چارو د سپارلو طرح تر بحث لاندي نيول شوي. د دي غونډي ګډونوالو ويلي دي چي د امنيتي چارو د سپارلو لپاره به داسي کوم ليست چي د مشخصو ولاياتو نه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالويش په کښي راغلي وي، جوړ نشي. دوي همدا راز ويلي دي چي په 2014 کال کي به امنيتي چاري افغان حکومت ته وسپارل شي خو دا په دي معني نه ده چي نړيوال به د افغانستان خڅه په مکمله توګه بهر شي.

شتاينر همدا راز ويلي دي چي افغان حکومت ته د امنيتي چارو سپارل او افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل دوه جلا بهيرونه دي.

فرانس پرس/ مسعود جهش

کتونکی: عبدالباري حکيم