1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رومانیې د ولسمشر د کوښه کیدو په اړه معلومات ورکړل شول

۱۳۹۱ تیر ۲۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15XlT

د روماينې حکومت د دولتي مشر تريان باسیسکو د ليرې کولو د بهیر په هکله په اړه د ولاړو پښتنو ځواب اروپايي کميسيون ته استولی دئ. نوموړي کميسيون په دې هکله له رومانيې څخه تشريحات غوښتي ول.

د رومانيې لومړي وزير ويکور پونټا، ويلي دي چې په دې هکله ئې يو ليک د اروپايي کميسيون رئيس خوسې مانويل باروسو، ته استولی دئ. پونټا تیره اونۍ لا په بروکسل کې ويلي وو چې د اروپايي ټولنې له خوا د رومانيې د دولتي مشر د ليرې کولو پر پروسه د اندیښنو خبره جدي نيسې.