1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې پر وړاندي بندیزونه په خپل حال پاتې کیږي

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱, یکشنبه

سره له دې چې روسیه د «اسلامي دولت» ډلې پر خلاف د ترهگرۍ ضد ائتلاف سره یوځای شوې ده، اروپایې اتحادیه او امریکا متحده ایالات غواړي د اوکراین د کړکیچ له امله پر روسیې لگول شوې بندیزونه په خپل حال پاتې شي.

https://p.dw.com/p/1HAE2
انځور: Getty Images/AFP/K. Kudryavtsev

د اروپایې اتحادیې یو دیپلومات د روټرز خبرې آژانس ته ویلي دي چې یوه اونې مخکې په ترکیه کې د G20 یا صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونو په غونډه کې یوه موافقه رامنځته شوه. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، د انگلستان لومړي وزیر ډیویډ کیمرون، د ایټالیې لومړي وزیر ماتیو رنڅي او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس د خپل ولسمشر فرانسوا اولاند په استازیتوب موافقه وکړه چې د روسیې پر وړاندې لگول شوي بندیزونه به لږ تر لږه د ۲۰۱۶ کال تر جولای میاشتې پورې په خپل حال پاتې شي.

همدارنگه د «فرانکفورته الگماینه سایټنگ» آلمانۍ ورځپاڼې هم د دا ډول یوې موافقې خبر ورکړی دی. په لومړي سر کې په سوریه کې د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې پر وړاندی د روسیې او لویدیځو هیوادونو د گډې مبارزې په هکله رپوټونه ورکړل شول. خو امریکا متحده ایالات او اروپایې ټولنه نه غواړي چې دغه دواړه کړکیچونه سره گډ کړي.

همدارنگه میرکل هم په وار وار سره په ښکاره ډول پر دې خبرې ټینگار کړی دی چې د نورو بحرانونو په برخه کې له روسیې سره گډه همکاري د اوکراین د کړکیج له امله د لویدیځ له خوا پر روسیې د لگول شوو بندیزونو لیرې کولو سره کوم تړاو نه لري. په دې ترتیب نو په لومړي سر کې د منسک د سولې موافقتنامې پریکړې باید عملي شي.

مخکې تر دې چې د روان کال د جنوري میاشتې په پای کې د روسیې پر وړاندی د اورپایې اتحادیې د بندیزونو معیاد پای ته ورسیږي، د هغه وخت باید تمدید شي. همدا اوس له روسیې سره د کریمیا ټاپو د یوځای کیدو پر سر د اروپایې اتحادیې د ۲۸ غړو هیوادونو تر منځ سخت بحثونه روان دي. له همدې امله د څلورو مهمو اروپایې هیوادونو تر پریکړې وروسته هم کیدای شي دغه موضوع د شخړې رامنځته کیدو سبب وگرځي.

ټاکل شوې ده چې میرکل به د چهار شنبې په ورځ د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره په پاریس کې وویني. د «فرانکفورته الگماینه سایټنگ» د رپوټ پر بنسټ میرکل به د خپل دغه سفر په ترڅ له اولانده څخه وغواړي چې د بندیزونو په موضوع کې دې پر خپل دریځ ولاړ پاتې شي. بالاخره اولاند به د پنجشنبې په ورځ په کرملین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمر پوتین سره وویني.