د روسیې ولسمشر ته د ۳۵ امریکايي ډپلوماتانو د وتلو وړاندیز
۱۳۹۵ دی ۱۰, جمعهروسیې له خپلې خاورې څخه د ۳۵ امریکايي دپلوماتانو د ایستلو اعلان کړی. دغه اقدام د واشنګټن له لوري د ۳۵ روسي ډپلوماتانو د ایستلو په غبرګون کې اخیستل شوی دی. متحده ایالاتو د روسیې لخوا د ولسمشریزو ټاکنو د سیستم د هک کولو په تور دغه ډپلوماتان له خپلې خاورې اخراج کړل.
مسکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د روسي ډپلوماتانو د ایستلو او د روسیې د ملکیت د دوو ودانیو د بندولو پر وړاندې د غبرګون په توګه دوی هم امریکايي ډپلومان له خپلې خاورې اخراجوي.
د روسیې خبري اژانسونو د د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، په حواله ويلي دي چې لږ تر لږه ۳۵ امریکايي ډپلوماتان به له دې هیواد څخه اخراج شي.
لاوروف په دې هکله زیاته کړه چې امریکايي ډپلوماتان به په مسکو کې د دوی ډیپو او د اوسیدو کور ته د داخلیدو اجازه هم ونلري او ویې ویل چې د دغه اقدام د عملي کیدو له پاره د ولسمشر ولادمیر پوتین لخوا امر ته انتظار باسي.
لاوروف وویل: «موږ دغه راز کارونه بې ځوابه نه شو پریښودلای. په نړیوالو اړیکو او ډپلوماسۍ کې متقابل اقدام یو اصل دی.»
وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو او پر امریکا د سایبرې برید په هکله روسیه تورنه کړه، واشنګټن د تیرې پنجنشبې په ورځ د روسي ډپلوماتانو د ایستلو پریکړه وکړه. که څه هم د جمعې په ورځ، لاوروف دغه تورونه رد او د امریکا له لوري دغه تورونه یې بې بنسټه وګڼل. مسکو څو څو ځله د امریکا د ډیموکراتانو په ملي کمیټه باندې د سایبري بریدونه خبرې رد کړي دي.
د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میدویدوف د امریکا د متحده ایالاتو لخوا وضع شوي بندیزونه «د روسیې پر ضد د برید» په توګه ګڼلي دي.