1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې او لویدیځ تر منځ د نظر ژور اختلاف

نینا وېرک هویزر۱۳۹۳ بهمن ۱۹, یکشنبه

د شنبې په ورځ د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د روسیې او لویدیځ د نظرونو تر منځ سخت توپیر ولیدل شو. خو د نظر دغه اختلاف یوازې د اوکراین د کړکیچ پورې محدود نه وو، بلکې د یو بل پر وړاندې دوه اړخیزه بې باوري هم ډیره ده.

https://p.dw.com/p/1EXrC
انځور: picture-alliance/dpa

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف پر ستیج باندې یوازې وو، له هغه سره یوازې ولفگنگ ایشنگر موجود وو چې د مونشن د امنیتي کنفرانس مشري پر غاړه لري. هغه خپله وینا د لویدیځ پر وړاندې په سختو ټکو سره د هغه څه په دلیل پیل کړه چې نه یوازې په تیر کال کې د اوکراین د کړکیچ د پېل راهیسې بلکې د سړې جگړې د ختمیدو راهیسې تر سره شوي دي.

لاوروف د خپلې وینا پر مهال «ژورو سیستماتیکو ستونزو» ته اشاره وکړه چې په وینا یې یوه اړخ ته روسیه او بل اړخ ته اروپایي ټولنه او امریکا متحده ایالات قرار لري. لاوروف په خپلو خبرو کې وویل: «موږ د توغندیو د دفاعي سیستم په هکله د امریکا متحده ایالاتو پر انديښنه باندې نه پوهیږو.» د لاوروف په وینا په ختیځي اروپا کې د ناټو د لمن له پراخیدو څخه نیولی د وسلو د نړیوالو تجهیزاتو تر تړونونو پورې د نظر اختلاف د روسیې پر وړاندې یو ډول سپکاوی دی.

د لاوروف په وینا امریکا متحده ایالاتو په لومړي کې سر کې د همکارۍ هغه یوه میکانیزم له منځه یوړ چې د سړې جگړې د پای څخه وروسته رامنځ ته شوی وو. لاوروف د شکایت په توگه وویل چې سړی باید یوازې په بروکسل کې د ناټو عمومي مقر ته نظر واچوي: د هغه په وینا په دغه ځای کې روسي اتباع ډیر کم پر دې توانیږي چې په یوه دفتر کې ځان ته کار پیدا کړي. په اصل کې له یوې مودې راهیسې د اوکراین د کړکېچ په پایله کې د ناټوـ روسیې شوری اړیکي سره سړي شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو سیاستوال کونستانتین کوزاشیف وویل چې هیڅ روسی عکسر په اوکراین کې نه شته
د روسیې د بهرنیو چارو سیاستوال کونستانتین کوزاشیف وویل چې هیڅ روسی عکسر په اوکراین کې نه شتهانځور: Reuters/M. Shemetov

د کریما الحاق هغه د ملگرو ملتونو تر منشور لاندې د ولس د خپلې پریکړې په توگه توجیح کړ. هغه د اروپايي ټولنې د پارلمان استازو ته په مخاطب کولو سره چې د کریما الحاق له نړیوالو حقوقو څخه د سرغړوي په توگه په کلکه غندي وویل چې «دغه یو ځل بیا ولولی.» لاوروف په خپله وینا کې دا هم وویل چې تیر کال په کیف کې له «کودتا» څخه اروپایي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو په فعاله توگه ملاتړ کړی وو.

له دې لږ وروسته په تالار کې وضعیت هغه وخت لا پسې سوړ شو، چې د روسیې د بهرنیو چارو سیاستوال کونستانتین کوزا شیف، په خپلو څرگندونو کې وویل چې د روسیې هیڅ کوم عسکر په اوکراین کې نه جنگیږي. هغه د اوکراین په ختیځ کې جگړه په بشپړه توگه د یوې کورنۍ مسئلې په توگه عنوان کړه. هغه زیاته کړه: «موږ په اوکراین کې هیڅ نه دي کړي. هلته یوه کورنۍ جگړه روانه ده.»

تر دې لږ څه وروسته د اوکراین ولسمشر پیترو پورو شینکو هغه څو راټول کړای شوي پاسپورټونه ښکاره کړل چې په وینا یې له روسي افسرانو څخه په اوکراین کې اخیستل شوي دي.

اوکراین د وسلو غوښتنه کوي

کله چې پورو شینکو د اوکرایني عسکرو او د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې په هکله خبره کوله نو په تالار کې چوپتیا وه. هغه له روسیې څخه د یوه عاجل اوربند غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه: «دا یوه ډیره ساده غوښتنه ده.» په عین وخت کې هغه له لویدیځ څخه د وسلو غوښتنه وکړه او په وینا یې له دې پرته دغه جگړه نه شي گټلای. که څه هم یو شمیر امریکایي سیاستوال د اوکراین له لوري د وسلې د غوښتنې په حق کې دي خو د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل اوکراین ته د وسلو انتقال رد کړی دی. میرکل ویلي دي چې له پوځي لحاظه دغه جگړه نه شي گټل کیدای او په وینا یې دا یو تریخ حقیقت دی.

د اوکراین ولسمشر پیترو پورو شینکو هغه پاسپورټونه ښيي چې په وینا یې په اوکراین کې له روسي افسرانو څخه اخیستل شوي
د اوکراین ولسمشر پیترو پورو شینکو هغه پاسپورټونه ښيي چې په وینا یې په اوکراین کې له روسي افسرانو څخه اخیستل شويانځور: picture-alliance/dpa

انگلا مېرکل تیره ورځ بیرته له مسکو څخه راستنه شوه، چیرې چې هغې د اوکراین په کړکیچ کې منځگړتوب کاوه. هغې په مسکو کې د د فرانسې له ولسمشر اولاند سره یوځای له ولادیمیر پوتین سره ولیدل. دا چې دغه سفر بریالی او که نه، په هکله یې میرکل هیڅ ډول څرگندونې نه دي کړي.

په پام کې ده چې انگلا میرکل به د یکشنبې په ماښام یو ځل بیا د تلیفون له لارې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مېنسک د اوربند د تړون د ژغورلو په هکله خبرې اترې وکړي. ویل شوي دي چې په دغو خبرو اترو کې به د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او همداشان د اوکراین ولسمشر پېترو پوروشینکو هم برخه ولري. همداشان د یکشنبې په ماښام به انگلا مېرکل واشنگټن ته سفر وکړي، چیرې چې به هغه د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره د دوشنبې په ورځ ملاقات وکړي.