1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې پوځ، ختيځ، لويديځ او جنوب ته پام اړولی

۱۳۹۰ مهر ۲۰, چهارشنبه

روسيه په خپل پوځ کي د ډيرو پياوړو ريفورمونو د رامنځ ته کولو په حال کي ده. دغه راز دغه هيواد غواړي، چي خپل جنوب ته د انرژۍ څخه ډکو هيوادونو کي هم نفوذ وکړي.

https://p.dw.com/p/12qj0
په تاجکستان کي روسيي ځواکونه
په تاجکستان کي روسيي ځواکونهانځور: DW/G.Fashutdinov

په دغه مضمون کي، هغه کواښونه چي د شوروي اتحاد تر رنگېدو شل کاله وروسته روسيه ور سره مخامخ ده تربحث لاند نيول سوي.

د قفقاز غرونه:

روسيه دغه سيمه د ځان په وړاندي تر ټولو ستر امنيتي کواښ يادوي. وروسته تر هغه چي په ۲۰۰۸ ميلادي کال کي روسيې او گرجستان يوه پنځه ورځنۍ جګړه وکړه. اوس روسيې په جنوب کي د قفقاز غرونو ته نژدې يوه نوې پوځي اډه جوړه کړې.

د قفقاز په سيمه کي د امنيت راوستل به د روسيې د لومړيتوبو څخه وي. ځکه دغه هيواد په ۲۰۱۴کال کي د الومپيک د نړيوالو لوبو کوربه دی او دغه لوبي دغي سيمي ته نژدې تر سره کيږي.

روسيي هر وخت گرجستان د قفقاز په سيمه کي په نا امنيو تورن کړی دی. په دغه سيمه کي چيچنيا او داغستان شامل دي.

اوس روسيه په جنوبي اوستيا او ابخازيا کي هم د پام وړ پوځي حضور لري. دغه سيمه په ۲۰۰۸کال د جګړې ډگر وو.

د بلي خوا اوس په ناګورنی قره باغ کي د جګړې د بيا پيل کيدوامکان سته. وروسته له هغي چي پخوانی شوروي اتحاد ړنګ سو، ارمنستان د ازربايجان څخه د ناګورنی قره باغ سيمه و نيوله.

ددې سيمي پر سر جګړه کي څه نا څه ۳۰۰۰۰ کسان ووژل سول او يو ميليون نورهم د خپلو کورونو څخه بېځايه سول. دغه جګړه په ۱۹۹۴کال کي د يوه اوربند په ترڅ کي پای ته ورسيده.

خو اوس شل کاله وروسته هم په دغي سيمي کي د روسيي او نورو غربي هيوادونو د سولي د راوستلو هڅي کومو پايلو ته نه دي رسيدلي. په سيمه کي اوس هم داسي ډلي سته چي د سولي رواستل د ګواښ سره مخامخ کوي.

Tadschikistan Militär
انځور: DW

اوس مهال دواړه اړخونه غواړي چي سيمه يو ځل بيا تر خپل کنترول لاندي راولي. مسکو چي دواړو هيوادونو سره اړيکي لري ښايي ورڅخه وغوښتل سي، چي دغي سيمي ته سوله ساتي ځواکونو واستوي.

چين:

روسيه په خپلو رسمي پوځي اعلاميو کي د چين ډيره لږ يادونه کوي. خو ښايي د چين لا پياوړی کيدونکي پوځ په مسکو کي د خطر زنګ ږغولی وي.

مسکو شرقي سيمو ته جنګي تاسيسات او ميزايل استولي دي، چي ښايي دا د چين مخ پر ډيريدونکو پوځي فعاليتونو ته جواب وي.

روسيه بيره لري، چي چين داسي کوم پلانونه ونه لري، چي د سايبريا به ځينو برخو کي د خپل مخ پر ډيريدونکي نفوس لپاره ځای جوړ کړي او يا خو دا چي په دغه سيمه کي طبعي زيرمي ولټوي.

مرګزي اسيا:

روسيه په مرکزي اسيا کي د ۲۰۱۴کال وروسته کله چي د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووزي د ناامنيو په اړه انديښنه لري. که څه هم مسکو په دې خبره خوشحاله دی، چي د ناټو ځواکونه سيمه پريږدي، خو هغه څه چي روسيه ورڅخه بيره لري هغه د ناټو تر وتلو وروسته په افغانستان کي د طالبانو قدرت ته رسيدل دي.

په داسي حال کي چي د منځينۍ اسيا په ځينو هيوادونو کي په مختليفونو نومونو ډلي فعاليت کوي روسيه بيره لري، چي په افغانستان کي د طالبانو تر بيا پياوړي کيدو وروسته به په دغه هيواودونو کي هم ياغي ډلي رامنځ ته سي.

Start Abrüstungsabkommen ratifiziert NO FLASH
انځور: dpa

مسکو دغه راز په دې هڅه کي دی، چي د خپل نوي پوځي ځواک څخه په کار اخستلو سره د منځيني اسيا په هيوادونو کي خپل نفوذ ډير کړي، ځکه چي په دغه هيوادونو کي، نورغربي هيوادونه هم د نفوذ د پراخېدو په هڅو کي دي.

غرب:

روسيې لا تر اوسه هم خپل ځيني جنگي اوبتلونه په خپلو غربي اوبو کي ساتلي دي. دغه اوبتلونه د سړې جګړې په وخت کي د روسي په غربي اوبو کي ځای پرځای سوي ول.

د روسيې او متحده ايالاتو تر منځ هغه معاهده چي تير کال لاسليک سوه، د مسکو او غرب تر منځ د جګړې د رامنځ ته کيدو امکانات محدودي کړی، خو روسيه وايي که د ناټو سره د توغنديو ددفاعي سيستم په اړه کومي موافقې ته و نه رسيږي نو دغه معاهده به د خطر سره مخامخ سي.

په اروپا کي د توغندیو دفاعي سيستم، چي د ايران د احتمالي حملې د مخنوي لپاره پلان سوی د روسيې په اند ددغه هيواد ملي امنيت له ګواښ سره مخامخ کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل