1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې پوځ ته بايد سړی په ساده سترګه و نه ګوري

۱۳۸۷ شهریور ۸, جمعه

د هغه ورځي راهيسي چي روسيې د جنوبي اوسيتيا او ابخازيا خپلواکي په رسميت پيژندلې ده. بيا دسړې جګړې ډيري خبري کيږي

https://p.dw.com/p/F7FB
روسی پوځ په سره ميدان کي د دوهمي نړيوالي جرګړې د قربانيانو د ورځي د لمانځلو پر مهال
روسی پوځ په سره ميدان کي د دوهمي نړيوالي جرګړې د قربانيانو د ورځي د لمانځلو پر مهالانځور: AP

دلته داپوښتنه رامنځ ته کيږي چي آيا په رښتيا سره بيا دروسيې او لويديځو هيوادونو ترمنځ ديوه پوځي ټکر خطر سته او که ځنګه؟

که چيري دغه خطر وي، نوپوښتنه دا ده چي روسيه څه وسايل او امکانات په لاس کي لري .؟ دې پوښتنو ته زموږ راډيويي همکار Anton Rauch په يوه څېړنه کي چي روسيه څه سلاوي لري او دڅه سلاو دجوړولو په لټه کي ده او څه پوځي امکانات او طاقت په لاس کي لري جواب ويلی دی.

داسي ګومان کيدای سي چي په روان وخت کي روسيه تر يومليون پوري مسلح عسکر ولري. البته په مشخص ډول سره سړی په دې هکله رسمي ارقام نسي ترلاسه کولای. او داهم سړی په قطعي ډول سره نسي ويلای چي د اردو کوم افراد دمسلحو افرادو په کتار کي شميرل کيږي.ځکه په روسيه کي د اردو دمنظموقطعاتوترځنګ ډيري نوري مليشايي ډلو ته ورته پوځي قطعات هم سته.مثلا هغه قطعات چي ددغه هيوادکورنيوچارو د وزارت يا ددغه هيواد داستخباراتي ځانګي ترقومندې لاندي دي.

د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف او لومړی وزير ولاديمير پوتين په رستوف کي د يوې پوځي ښوونځۍ د ليدلو پر مهال
د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف او لومړی وزير ولاديمير پوتين په رستوف کي د يوې پوځي ښوونځۍ د ليدلو پر مهالانځور: AP

لکه څنګه چي په لندن کي دInternational Institue For strategie Studies د څېړونکي موسيسې په يوه رپوټ کي ويل کيږي،چي په روسيه کي کيدای سي ترشلو مليونو پوري وګړي دپوځي خدمت لپاره چمتووالی ولري. په روسيه کي دپوځي مکلفيت قانون چليږي خو په دغه هيواد کي دمسلکي یا حرفوي پوځ د روزني لپاره هم ډيره هڅه کيږي اوددوی په شمير کي کال په کال زياتوالی ليدل کيږي. دروسيې دپوځي ځواکونواعلی قومندان ددغه هيواد دفدرالي دولت مشر ديميتري ميد ويدوف دی.

له سيمه ايز پلوه د دروسيې پوځي ځواکونه پر شپږوبرخو ويشل سوي خو په تيره بياپه لينين ګراد اود شمالي قفقاز په سيمه کي روسيه نه غواړي چي هلته ددوی دعسکرو په شمير اوطاقت کي کوموالی راسي. په دې اړه دروسيې سره دبېوسلې کولو دخبرو په بهير کي يو لړ تړون ليکونه هم لاس ليک سوي دي. د روسيې د زرهدارو ټانکونو شمير يوازي ددغه هيواد په اروپايي برخه کي 5 زرو ټانکونو ته رسيږي.

روسِيه هغه هيواد دی چي نه يوازي ځمکني پولي ځواکونه ، هوايي ځواکونه، سمندري پوځ، دتوغنديوستراتيژي ځواکونه اوپه کافي اندازه هوايي پراشوټي ځواکونه، بلکي دغه هيواد په اصطلا دبهرنۍ فضادستراتيژي سلاوولپاره هم پرسونل لري چي دوی کولای سي د اړتيا په وخت کي دسلوپوځي مصنوعي سپوږميو زروي سلاوي او ستراتيژي دفاعي توغنديو په برخه کي لازمي چاري سرته ورسوي.

د روسيې پخوانی مشر او اوسنی لومړی وزير ولاديمير پوتين د روسيې او چين د پوځي تمريناتو څخه د کتو پر مهال
د روسيې پخوانی مشر او اوسنی لومړی وزير ولاديمير پوتين د روسيې او چين د پوځي تمريناتو څخه د کتو پر مهالانځور: AP

که څه هم د شوروي اتحاد دړنګيدو څخه و روسته ددغه هيواد دسلاو دفاعي سيسټم ته سخت زيانونه رسيدلی خو د1990 ميلادي کال راپديخوا د روسيې دولت د دفاعي سیسټم دنوي کولولپاره ډيري پيسې لګولي او اوس په دغه هيواد کي د زړو سلاو د سیسټمونو ځای هره ورځ نوو سلاو ته خوشي کيږي.

دهغي ورځي راهيسي چي په روسيه کي د دولت مشري ولاديمير پوتين، په غاړه اخيستې ددغه هيواد په دفاعي بودجه کي څلورچنده زياتوالی راغلی او نن ورځ په روسيه کي ددغه هيواد دناخالص ټولنيز توليد په سلوکي 7 . 2 برخه په دفاعي چارو لګول کيږي، چي دلويدیځوهیوادونو ددفاعي لګښت سره پرتله کيدلای سي. خوخبره داده چي دغه پرتله که سړی دپيسو دارزښت او دخريد دقوې په انډول سره وکتل سي، نو ويني چي په یوه ډالر سره په روسيه کي سړی د امريکا دمتحده ايالاتو په پرتله ډيري سلاوي تولیدولای سي.

دلويديځوهيواد ونوکاروهان ددې اټکل کوي چي روسيه خپل ددولتې بودجې دريمه برخه په پوځې او تسليحاتي چارو لګوي. او د امريکا دمتحده ايالاتو څخه وروسته نه يوازي روسيه دنړۍ ستر اټومي طاقت بلل کيږي، بلکي په نړۍ کۍ دسلاو ستر صادرکونکی هيواد هم دی.

په ګرجستان کي د روسي پوځ يوه ډلګۍ
په ګرجستان کي د روسي پوځ يوه ډلګۍانځور: AP

په 2007 ميلادي کال کي د روسانو پوځي بودجه د31 ملياردو امریکايي ډالرو په شاوخواکي اټکل کيده خو تر 2015 ميلادي کال پوري د روسيې حکومت غواړي چي ددغه هيواد ددفاعي بودجې اندازه 240 ملياردو امریکايي ډالرو ته ورسيږي.

په روسیه کي ددغه هيوادد پولی، سمندري او هوايي ځواکونو د نوي کولولپاره په چټکۍ سره هڅي رواني دي.ددغه هيواد دسمندري ځواکونولپاره داوبتل اټومي بيړيو د جوړولوکار دوام لري. روسيه نه يوازي داسي سلاوي لري چي له تخنیکي پلوه ډير مډرني بلل کيږي، بلکي دغه هيواد همدااوس 1500 اټومي سر ګلولې هم لري.

ځکه نو امريکايان غواړي په پولنډ او چک کي دتوغنديود دفاعي سيسټم نوي دستګاوي ودروي، روسيه د امریکايانو ددغه عمل په جواب کي غواړي چي د ناټو پولوته نژدې ستراتيژي بمونه ځای پر ځای کړي. په ښکاره توګه اوس ددې اټکل کيږي چي روسيه غواړي بيا يو ستر پوځي قدرت وي. داچي دې هدف ته رسيدلای سی په دې اړه دکارپوهانو نظريې سره توپير لري.