1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې پارلماني ټاکنې پېل سوې

۱۳۹۰ آذر ۱۳, یکشنبه

په روسيې کي پارلماني ټاکنې پېل سوي دي. يو شمېر مخالفې سياسي ډلې وايي چي حکومت يو شمېر هغه وېبپاڼې بندې کړي دي چي د حکومتي گوند پر خلاف يې خپرونې کولې. دولت دغه تور ردوي او د دې کار پړه پر هکرانو اچوي.

https://p.dw.com/p/13MNY
د روسیې په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو په اړه اندیښنې شتون لري.
د روسیې په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو په اړه اندیښنې شتون لري.انځور: picture-alliance/dpa

د روسي حکومت او د لومړي وزير ولاديمير پوتين د متحده روسيې گوند پر ضد د ډيموکراټيکو اصولو څخه د سرغړاوي تورونه په داسي حال کي رابرسېره کيږي چي ټاکنې پېل سوي دي.

د حکومت مخالفې سياسي ډلې تور لگوي چي حکومت په ځانگړې توگه هغه وېبپاڼې تړلې دي چي په کښي پر حکومت تنقيدي ليکنې خپرېدلې. خو د حکومت پلويان بيا وايي چي د دغو انټرنټي پاڼو د تړل کیدو تر شا د هکرانو يا د کمپيوټري قلف ماتونکو لاس دی.

روسيه د ځمکني پراخوالي له پلوه د نړۍ تر ټولو ستر هيواد دی. په دغه هيواد کي څه د باندي ۱۱۰ مليونه انسانان د رايه اچونې حق لري. د روسې په پارلمان کې ۴۵۰ څوکۍ شتون لري. هغه روسان چي غواړي د حکومتي تلويزيونونو پرته د خپلواکو رسنيو له لاري ځان خبر کړي انټرنټ ته مراجعه کوي. خو د شنبې په ماښام د پوتين د گوند د پلويانو او د انتقاد کوؤنکو تر منځ په انټرنټ کي وضعه کړکېچنه سوه. اوس د نامعلومو هکرانو يا کمپيوټري قلف ماتونکو له لوري پر هغو وېبپاڼو گذارونه دوام لري چي په کښي حکومت او حکومتي گوند تر انتقاد لاندي نيول کيږي.

د ماسکو ږغ په نوم د يوې راډيو وېبپاڼه هم د انټرنټ له مخي ورکه سوې ده چي پکښي د کرېملن په وړاندي انتقادي مضامين خپریدل. د دغې راډيو او د هغې سره تړلې وېبپاڼې مسؤل، اليکسې وېنېديکتوف، وايي چي د انټرنتي پاڼو بندونه په اصل کي د ټاکنو په برخه کې د درغلیو به هکله د معلوماتو د خپریدو د مخ نیوي هڅه ده. د نوموړې راډيو تر څنگ د يو شمېر ورځپاڼو انټرنټ پاڼي هم د ستونزو سره مخامخ سوي دي.

په اروپا کي د امنيت او گډ کار د ادارې څه د باندي ۳۰۰ غړي هم په روسیه کي د ټاکنو څارنه کوي. د ۲۰۰۷ مېلادي کال په ټاکنو کي دغې ډلې د ټاکنو پر وخت د ډيموکراټيکو اصولو څخه د سرغړونو خبر ورکړی ؤ.

څه دباندي درې لکه او دېرش زره امنيتي چارواکي د روانو ټاکنو په ترځ کي په ټوله روسيه کي په امنيتي دنده گومارل سوي دي. اټکل کيږي چي روانې پارلماني ټاکنې به د ۲۰۱۲م مېلادي کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره ازمويښتي بڼه ولري. اوسنی ولسمشر ديميتري مېدوېدېف غواړي چي د پوتين پر ځای لومړی وزير سي او ولاديمير پوتين غواړي چي د درېيم ځل لپاره په روسيه کي ولسمشر سي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش