د روسيې نوی جمهور رییس په جرمني کښي
۱۳۸۷ خرداد ۱۷, جمعهروغتیایی، زیربنايي چارو او د کورونو د جوړولو په ساحو کی د ګډ کار هیله من دی . او هغه هم هر چيري چي د خلکو په ګټه وی .
دواړو سیاستمدارانووويل چه د بالتیک د سمندر پر غاړه پرتو هیوادو د اندیښنی سره سره به د بالتیک د سمندر د پایپلاین د جوړولو کار دوام پيداکي .
د آلمان صدراعظمی وویل چه ،
دا ډیره مهمه ده او د روسیې جمهور رییس یو وار بیا پردې تأکید وکی ،چی دا کار د هیچ چا پر مقابل نه دی ،بلکه دا د انرژی په برخه کی د ګډو همکاریو یوه وسیله ده، اوزه د جرمني د صدراعظمي په حيث د آلمان د حکومت له خوا او شخصا وعده کوم ،چه موږغواړو دغه موضوع پر مخ بوزو.
انګيلا ميرکل اضافه کړه چی په خارجي سیاست کی هم د ګډو همکاریو ډير امکانات موجود دي . دې وويل :
زه د دې طرفداره يم ،چی د روسيې او اروپایی ټولنی تر منځ دي د ګډو همکاریوپر قرارداد باندی ژر خبری وسي . او دا چی موږ اکثرآ د ناټو او روسیې ګډي غونډي لرو ، زه به ډیره خوشحاله سم چی موږ بيا د ناټو او روسیې راتلونکې ګډه غونډه ولرو .
د ميرکل او میدویدف د خبرو په آجندا کی ديوه قانونی دولت او بشری حقوقو موضوع هم شامله وه . خو د روسيې جمهور رییس د میشایل خدرکوفسکی په موضوع کی چی اوس په سایبریا کی بندی دی ، لاسوهنه نده منلې . میدویدف وایی چه محاکم بی طرفه دی، خو هغه کولای سي د عفوی غوښتنه وکي . میدویدف وویل:
«زه په دې نظر يم چي د حقوقی نظام او قضایی سيسټم پرمختګ زموږ په هیواد کښي اوليت لری . زه غواړم چی په دی برخه کی کار وکړم . د همدی واقعیت په نظر کی نیولو سره چی زموږ حقوقی سیستم همدااوس د پرمختګ په حالت کی دی ،کار وکم . هغه به تکميل سي ، او طبعا دا یو اوږد وخت غواړي .
د ميرکل سره تر خبرو وروسته، میدویدف د جرمني د جمهور رییس هورست کیولراو خارجه وزیر فرانک والتر شتاین مایر سره هم وکتل.