1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين د سمندري ځواک پراختيا

۱۳۹۶ مرداد ۳, سه‌شنبه

په لومړي ځل د چين جنګي کښتۍ په ختيځ سمندرګي کې په پوځي تمرينونو کې ګډون کوي. چين له دې کار سره خپله نړيواله پراختيا ښکاره کوي.

https://p.dw.com/p/2h5t8
Russland China Militärübung Marine Militär Wladiwostok
انځور: picture-alliance/dpa

پرته له سمندري ځواکه نړيوال قدرت ګرځيدل ناشونې دي. له روسیې سره په ختيځ سمندرګي کې له درو کښتيو سره برخه اخیستو ته سړی له دې ليدلوري کتلای شي. د ناټو د معلوماتو پر اساس تيره جمعه د چين يوه جنګي بيړۍ، يوه چټکه جنګي کښتۍ او يوه اکمالاتي کښتۍ د روسیې کاليننګراد بندر ته ورسيدلې. دا بيړۍ به د روانې جولايي میاشتې تر ۲۷ نيټې پورې د « د ۲۰۱۷ سمندري همکارۍ» په نوم ترسره کيدونکو پوځي مانورو کې برخه واخلي.

روسیه، چې په دې تیرو کالونو کې یې د اروپا او ناټو پر وړاندې قوي بهرنۍ سياست غوره کړی، لکه د اوکراين او د سوریې کړکيچونه، غواړي په دې تمرينونو سره په هغه ځای کې خپل قوت ښکاره کړي چيرته چې یې د ځواک د لمن د پراخيدو په هلکه انديښنه موجوده ده. يعني د بالتيک، پولند او فنلند ساحلونو ته څيرمه.

په دې ختيځ ـ لويديځ اروپايي بحران کې د چين نقش د دې ښکارونديي کوي چې د خلکو دا جمهوريت په جيو پوليتيکي توګه ځان مطرح کولو ته څومره ليوال دی.

له هغه وخت راهيسې چې شي جين پينګ د چين ولسمشر شو، دغه هيواد په نړۍ کې د زيات نفوذ د ترلاسه کولو هڅه او ادعا کوي.

د چين ستراتيژيک هدفونه

سمندري ځواکونه ډير مهم نقش لري. دا په ځانګړي توګه د الفريد تاير ماهنانس د «پر تاريخ د سمندري قدرت اغيز» نومې کتاب وروسته چې په ۱۸۹۰ م کال کې یې ليکلې وو، د يوه هيواد د جيو پوليتيکي نفوذ له پاره يو پرنګړنده معيار بلل کيږي.

تاير په دې نظر وو چې پر سمندر او پر سمندري تجارت تسلط د هيوادونو پر سياست او پر پوځي او اقتصادي پراختيا ډير زيات اغيز لرلای شي. د نوموړي په حواله په دې ترڅ کې ستراتيژيکي لارې د مثال په توګه د مالاکا تنګۍ ډيره مهمه ده چې د نړۍ تر ۲۵ سلنه تجارت پرې ترسره کيږي. چين په ۲۰۱۵م کال کې د هيواد د راتلونکي له پاره د سمندري ځواک د پراخولو تګلاره غوره کړه. د سمندري ځواکونو يوه کارپوه رونالد او رورکه په يوه څيړنه کې چې د امريکا د کانګرس له پاره یې ترسره کړې وه، د چين د سمندري ځواک له پاره دغه ستراتيژيک هدفونه په ګوته کړل.

لومړی: دا چې دا هيواد وکولای شي د اړتيا په صورت کې د تايوان شخړه په پوځي توګه هواره کړي.

دويم: د چين په ختيځ او جنوب سمندرګي کې د چين د ملکيت ادعاوې تحميل کړای شي.

دريم: پر خپله ۲۰۰ مايله اوږده ځانګړۍ اقتصادي ساحه کې فعال سياسي نقش او کنترول ولري.

څلورم: د چين د اقتصادي لارو او موخو ساتنه وکولای شي.

پنځم: په لويديځ پاسيفيک کې د امريکا نفوذ را کم کړي.

شپږم: د سيمه ایز او نړيوال ځواک په توګه د چين موقف نور هم قوي کړي.

د سمندري ځواکونو جنګي وړتياوې پراخول

په داسې حال کې چې لومړي درې ستراتيژيک هدفونه د چين په شا او خوا ساحه پورې اړه لري، د ورووستيو دريو د عملي کولو له پاره دغه هيواد جنګي سمندري ځواک ته اړتيا لري چې په نړيواله کچه فعاليت وکړای شي. دمګړۍ يوازې د امريکا متحده ايالات د دې امکانات لري. يوازې دغه هيواد کافي مالي سرچينې، پرسونل او همدا راز پوځي اډې او کښتۍ لري. فرانسه او برېتانيا هم له يو څه محدوديت سره پر دې کار قادر دي. چين او روسيه دمګړۍ يوازې تر خپلو ساحلونو محدود دي.

د داسې يوه سمندري ځواک د رامځته کولو له پاره چې په ټوله نړۍ کې فعاليت او عملياتونه وکړای شي، چين ډيره زياته پانګونه کوي. کارپوه رونالد او رورکه ليکي: «چين د پوځ په عصري کولو پيل کړی او په ډيرو برخو کې یې کار پيل کړی. نه يوازې نوې کښتۍ او د کښتيو عصري کول په نظر کې نيول شوي بلکې د کښتيو مرمت او ساتنې، لوژيستک، پوځي اصولو او همدا راز د پرسونل رزونې او د رزونیزو پروګرمونو پراخولو ته پاملرنه شوې.»

US Flugzeugträger - USS Gerald Ford
«امريکايي بيړۍ «يو ايس ايس جرالد فوردانځور: Getty Images/U.S. Navy

نړيوال حضور

د جاپان د دفاعي ځواکونو پخوانی مرستيال امير البحر يوجي کودا، د « نوي امريکايي امنيت له پاره د مرکز» په يوه څيړنیز راپور کې ليکلي چې څرنګه چې چين په نړيواله کچه د نوي سمت د ټاکنو هڅه کوي، همدا یې د پوځ په نړيوال حضور کې منعکسيږي.

دی زياتوي: «يو ځانګړی تمايل چې په دې وروستيو کالونو کې ليدل کيږي دا دې چې د چين سمندري ځواک په زياتيدونکي توګه د خپلو دودیزو اوبو څخه د باندې فعاليت ترسره کوي.»

له ۲۰۰۸م کال راهیسې یې د عدن په خليج کې د سمندري داړامارانو پر ضد ماموريت پيل کړې. همدا راز یې په ۲۰۱۵م کال کې په مديترانه او تور سمندرګي کې له روسیې سره په تمريناتو کې برخه واخيسته.  د هند په سمندرګي، په مرکزي پاسيفيک او د جنوبي افریقا په سواحلو کې هم د چين جنګي بيړۍ ليدل شوي دي.