د روسيې او جرمني تر منځ د ګډ کار کولو په موخه کنفرانس پيل سو
۱۳۸۷ مهر ۱۰, چهارشنبهددغه کنفرانس مخه دابلل شوي چې دروسيې او آلمان ترمنځ دي ددغه روغونکو خبرو اترو له لارې ديوې مدنې ټولنې فضا رامنځ ته سي.
په تيروکلونو کي به معمولاً د پترسبورګ دمدني ټولني دغړيو د دوه ورځنۍ کتني او خبرو اترو سره سم د دواړو هيوادونودحکومتي مشرانو مشورتي خبري اتري هم پيل کيدلې. خو دا وار د جرمني لمړۍ وزيره انګيلا مرکل به په ډير لنډ ډول سره دروسيې دولسمشر ديميتري ميدويدوف سره وګوري ، ځکه چې لاتراوسه هم ددواړو هیوادونودوه اړخيزي اړیکې دقفقاز دلانجې له امله بيرته ندي تودي شوي.
دپترسبورګ ديالوګ يا روغونکي خبرې اترې چې مشري به يې د آلمان برحال لمړی وزير او د روسيې برحال ولسمشر په غاړه ولري د 2001 ميلادي کال راهيسي يوار په روسیه او يوار په آلمان کي هرکال غونډه کوي. او دې غونډي ته دهر يوه هيوادڅخه څه نا څه اويا کسه مخور او نخبه کسان رابلل کيږي او دوی د دواړو هیوادونو پر مدني ذيعلاقه مسايلو باندې خبري کوي.
کله چې دپترسبورګ د سږني ديالوګ پر اجندا باندي دهمدي روان ميلادي کال دجون په مياشت کي خبري کيدې، نو داسي فکرکيدی چي ددغه خبرو په بهيرکي به د روسيې او جرمني په اړیکو کي يوه نوې فضا رامنځ ته کیږي. دروسيې نوی ولسمشر ميدويدوف دمخه ويلي وچي اوس روسيه دسړې جګړې دزماني خڅه راګرځیدلې.
د اوروپايي ټولني په کړۍ کي هم د روسيې سره دګډکار دیوه نوی تړون په هکله مقدماتې خبرې شوې وي. که څه هم نن چي دپترسبورګ په ښارکې ددواړو ددواړو هیوادونو ټولنيز او اقتصادي لارښونکې استازې سره راغونډ شوې او ديو بل سره تبادل دافکارو کوي ، خو بياهم د دغه دوه ورځني خبرو په فضا کې دقفقاز دلانجي وريځي لیدل کیږي.
ددغه خبرو په اجنداکي چي دمخه ټاکل شوې مهم ټکي دا بلل کيږې چې يوه مدني ټولنه دلانجو او شخړو په مخنويوکي څه نقش لوبولای سي. او که يوه لانجه رامنځ ته شوي وي، بیاهم مدني ټولني دحل په لاره کې څه نقش لوبولاي شي . دلته داخبره به دیادوني وړ وي چي د آلمان په شمول دروسيې اود لويدیځو هیوادونو ترمنځ په تيرو کلونوکي هم لږو ډیر شخړې وي داچي ولي دناټولمن دختيځې اروپا و خواته غزول شوې، يا داچي ولي امریکایان په پولنډ او چک کي د توغنديو ددفاعي سيسټم دستګاوي جوړوي، یا داچی لویديځو هیوادونو به روسيې ته ګوته نيوله چې دغه هیواد ددیموکراسۍ د اصولو پوره رعایت نه کوي، ټول جنجالونه و چي ددواړو خواو په اړیکو باندی به يې منفي اغېزي لیدل کیدې . خو دقفقاز دلانجي په پيل کیدلو سره دغه فضا لاپسې خړه پړه شوه.
په دې اړه دپترسبورګ دکنفرانس برخه وال ، د آلمان دپخواني ډیمو کراتیک جمهوریت لمړی وزیر لوتر دی ميزير وايي چي : «ديالوګ يا روغونکي خبري اتری ، په اصطلا هغه بالښت يا تکيه ندي چي سړی ووايې همدامو چي ترلاسه کړي ، بس دي او نور به لاس تر ځيني کينو. نه اوس دپخواپه پرتله موږ زیات جروبحث، خبرو او مشاجرو ته اړتيا لرو.»
يا دروسيې دفدراسيون دجرګې مرستيال ديمتري ميزينیزوف وايي چي:«دقفقاز دپیښو وروسته موږ خپل ځان پیژندلی او خپل آلماني ملګري موهم پيژندلي.
دقفقاز لانجه به دپترسبورګ دسږ کال په خبروکي له سره تر پایه پوري مهم نقش ولوبوي.