د روسيې او اوکراين تر منځ د ګازو پر سر شخړه او پر اروپا باندې منفي اغيزه
۱۳۸۷ دی ۱۹, پنجشنبهخود جرمني د اقتصاد وزير ميشاييل ګلوز ددغه هيواد دARD د ټلويزون سره په مرکه کي وويل چي د جرمني د ګازو مصرف کونکي باید هيڅ تشويش ونکي. ده وويل:«ددې حقيقت پر بنا چي موږ اوس د ګازو ليږلو د نورو شرکتو څخه ډير ګاز راغوښتلای سو، نو مجبوره نه يو چي د ذخايرو څخه استفاده وکو. پدې حساب نو بايد د جرمني د ګازو مصرف کونکي هيڅ تشويش ونکي.»
ګلوز وويل چه جرمني نسبت نورو هيوادو ته دګازو په واردولو کښي ښه چانس لري ، او داسي امکانات لري، چي د بلي خوا هم يو څه ګاز را وارد سي. ګلوز وايي چي ده د ګازپروم شرکت څخه ددې وعده اخيستې ده،چي ګاز به بېله اوکراين څخه د بلي لاري هم جرمني ته انتقال سي.
د بلي خوا د ګازو په اړه په بروکسل کښي تر پلان سوي بحراني غونډي دمخه روسيې او اوکراين تيره شپه په مسکو کښي د شخړي د حلولو پر سر خبري کړي دي. د انټر فکس خبري آژانس د ګازپروم شرکت د وياند سرګيي کوپري يانوف، د خولې نن خبر ورکۍ،چي ددغه شرکت د رييس او د اوکرايني شرکت نفت وګاز د رييس تر منځ خبري او معامله سوې ده. دوي دواړو ددغي شخړي د حلولوله پاره لاري چاري سنجولي او مشورې يې سره کړي دي،خو د هغه جزييات لا معلوم ندي.
روسيه اوکراين ته د ګازو د قيمت او پورونو د نه ورکولو پر سر د شخړي له کبله د پرون شپې راهيسي نور هيڅ ګاز نه ليږي.
د روسيې د معلوماتو پر اساس بيا اوکراين هغه څلور ترانزيټي پايپ لاينونه چي اروپا ته ګاز انتقالوي، بند کړي دي،چي پدې حساب لويديزي اروپا ته د ګازو رسول ناممکنه سوي دي، او د اروپايي اتحاديې ډير غړي د هغه څخه متأثره سوي دي. ځکه80 فيصده روسی ګاز د اوکراين د لاري اروپا ته استول کيږي. مسکو او کيف ددغه بحران د رامنځته کيدو پړه يو پر بل باندي وراچوي.
د بروکسل د نن ورځي په غونډه کښي د اروپايي ټولني د ډيرو هيوادو د انرژۍ وزيران ددغي ټولني د انرژۍ د کميسار اندريس پيباليس، سره ګوري. په دغو خبرو اتروکي به د نورو تر څنګ د ګازو د ليږلو د يوه بين امللي کنټرول د ماموريت پر سر هم خبري وسي،چي هغه به بيا اوکراين ته د روسيې د ګازو ليږل کنټرولوي.