د روان کال د وحشي حیواناتو تر ټولو ښه انځورونه
د روان کال په انځوریزو سیالیو کې د پنځه نوي هیوادونو ۵۰۰۰۰ عکاسانو برخه اخیستې وه. په فائنل یا وروستي پړاو کې به د کامیابه عکاسانو نومونه د اکتوبر میاشتې په ۱۸ نیټه اعلان شي. د دې سیالۍ بهترین انځورونه دلته لیدلی شئ.
د ناروۍ په اوبو کې قاتل نهنګ د خپل ښکار په انتظار کې دی، په داسې حال کې چې ترڅنګ یې د کب نیونکو یوه کیشتۍ د کبانو ښکار کوي.
د دغه طلایې رنګه بیزو انځور د هندوستان په شمال ختیځ یو ټاپو کې اخیستل شوی دی. په عمومي توګه د دې نسل بیزوګان په لوړو ونو کې ژوند کوي.
د دغه آتش فشان انځور په داسې یو وخت کې اخیستل شوی چې د دغه آتش فشان د چاودنې پر مهال د فوټوګرافر یا عکاس تر پښو لاندی مځکه لړزیدله.
په دغه انځور کې دوه ډوله کبان لیدل کیږي. هر کله چې دغه دوه ډوله کباب یو ځای په ډله ېېز ډول حرکت کوي، نو د یو قسم کبانو رنګ تیز او د بل ډول یې یو څه نازک ښکاري.
د می فلائې مچانو په نوم د دغو مچانو انځور د هنګري هیواد د یوه سیند د غاړې پر سر اخیستل شوی دی. دغه مچان له لاروا حالت څخه تر وتلو وروسته سمدستي د آسمان پر لور الوتل پیلوي او د دوی انځور اخیستل یو ډیر زیات ستونزمن کار دی.
د بلغاریا هیواد په غریزه سیمه کې دغه مرغه په دې نه پوهیږي چې د بڼکو رنګ یې د ده د شاوخوا چاپیریال ته څومره ښکلاء وربخښلې.
په جنوبي افریقا کې یو زمرۍ د پینګولین په نوم له یو ډول ځنګلي حیوان سره لوبې کوي.
داسې ډیر لږ پیښیږي چې یوه ګیډړه دې په ښار کې ولیدل شي. دغه انځور د بریتانیا هیواد برسټل په شاوخوا سیمه کې اخیستل شوی دی.
دغه انځور د هسپانیا په یوه زوړ او داسې کور کې اخیستل شوی چې اوس په کښې څوک ژوند نه کوي. په انځور کې لیدل کیږي چې د ماښام شاپیرکه د حشراتو ښکار کولو او خپل خوراک ترلاسه کولو له پاره د یوې کړکۍ د ماتې شوي ښیښۍ له لارې بهر وزي.
په جنوبي افریقا کې د دغه ښکلۍ مرغه انځور په ډیر ظرافت سره اخیستل شوی. داسې یوه منظره چې د انسان سترګې یې په دومره دقت سره نه شي لیدلی یا اخیستلی.