1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روانډا د نسل وژني ۲۰م تلين

شمس الرحمن ناصر/ ليتوڅه۱۳۹۳ فروردین ۱۸, دوشنبه

د ۲۰۱۴ کال له پيل راهیسي د روانډا ځوانان د ۱۹۹۴ کال د قربانیانو په یاد په ټول هيواد کي یو مشعل له ځان سره لیږدوي. د اپریل میاشتې پر اوومه نېټه به دغه مشعل د روانډا پلازمېنه کیگالي ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/1Bd0d

نن د سه شنبې ورځ (۲۰۱۴ کال د اپريل ۷) په روانډا کې د نسل وژني د پيلیدو شلم تلين لمانځل کيږي. د ملگرو ملتونو د شمیرو له مخي په هغه وخت کې د درو میاشتو په اوږدو کې د توتسي او هوتو قومونو شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ انسانان ووژل شول.

په ۲۰۰۴ کال کي د پلازمینې گیگالي په یوه تپه کې د د قربانيانو د يادون په خاطر د "گیسوزی" په نامه یو یادگار جوړ شو. د دغه يادگار تر جوړېدو وروسته رواندا ته چي تقريباً هر سیلاني يا د يوه هيواد مشر سفر کوي دغه يادگار ته ورځي. دا د قومي نسل وژني د ۲۵۹ زرو قربانیانو آرامگاه ده.

نندارې ته ایښوول شوي انځورونه، د کاليو شکېدلي ټوټې او شخصي سامان الات، خلکو ته هغه انسانان ور په یادوي چې د ۱۹۹۴ کال د اپریل او جولای میاشتو تر منځ وژل شوي دي. د ماشومانو په نامه یوه لویه خونه کې د نورو تر څنگ د فرانسین انځور هم ځوړند دی. د دغي کوچنۍ نجلۍ پر شونډو یوه ښایسته مسکا خوره ده چې د هغې د معصومیت ښکارندويي کوي.

فرانسین، د نسل وژني پر مهال ۱۲ کلنه وه. هغه له لامبو وهلو سره ډیره مینه درلوده، هگۍ، چپس، شیدې او فانتا يي خوښیده. د هغې مشره خور کلاودیت د هغې تر ټولو ښه ملگرې وه. فرانسین په یوه لويه چاړه سره وژل شوې.»

په رونډا کې درې میاشتي پر له پسې خلک ووژل شول. د انسانانو بې شمېره جسدونه د سړکونو پر غاړه پراته ول. حکومت پلان لاره چې د «توسي» اقلیت له منځه یوسي، نو له همدې امله يي د «هوتو» اکثریت تحریک کړ، څو د دوی په مقابل کې يې دغه شان عمل وکړ. دې کار د فلج شوي نړیوالي ټولني په مخکي څلورو میاشتو جریان لاره.

يادگاري څلی
يادگاري څلیانځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې په دغه موده کي ۸۰۰ زره انسانان قتل عام شول. په پلان کي دغه چي د روانډا د قربانيانو د هر يوه جلا جلا قدرداني او درناوی وشي.

خو د گيسوزي ادارې مسئولان وايي چي ځني وختونه آرقام د دې خنډ گرځي څو د عام وژني په اصلي مفهوم پو شي. د دغه مفهوم د درک کولو له پاره باید د قربانيانو له کورنيو سره سړی وخت تیر کړي، څو هغوی درته ووايي چې څرنگه کیدای شې یو انسان سل ورځي په پرله پسي ډول د ویري او وحشت له کبله لوږه تیره کړي.

دا به څرنگه حالت وي چې د یو چا کور چور او تالا شوی وي او خپله کورنۍ يي هم لمنځه تللې وي. یوې نسل وژني دغه ټولي بدبختۍ نژدې یو میليون انسانانو له ځان سره لرلې.

هابینتولي یو له هغو کسانو څخه دی چې له دغه انساني ناورين څخه ژوندی پاته شوی دی. هغه پنځه کلن وو چې د ده په پلرني ټاټوبي بوتاري کې چې د دغه هیواد سویل لور ته پرته ده عام وژنه پیل شوه. هغه څه چې دغه ځوان په هغه وخت کې لیدلي ول اوس يې له ياده ايستلای نه شي. هغه وايي:

«ما داسي انسانان ولیدل چې کورونو ته يي اور اچاوه او انسانان به يې وژل. دا به ډیره گرانه وي چې هغه وخت له یاده وباسم. که څوک و هم غواړي چې په سوله کې ژوند وکړی، ناممکنه به وي. دا تصویرونه د تل له پاره پاتيږي.»

په دې وروستیو لسیزو کې د روانډا خلکو د ملي پخلاینې په برخه کې اوږده لاره وهلې ده. د نوي حکومت لومړی کار دا وو چې له تذکیرې څخه يي د قوم او ټبر نوم لیري کړ. له همدې امله اوس نه هم د توسي نه هم د هوتو او نه هم د یوې دريمي قبیلې نوم تواس، په تذکیرو کې شتون لري، بلکې ټول روانډايان دي.

يو بل گډ او منظم کار چې په روانډا کې ورته "اوموگاندا" ویل کیږي هم د دوی تر منځ د پيوستن د احساس پيدا کولو په برخه کې اغېزمن ثابتیدلای شي.