1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رسنيو د آزادي ورځ

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۳, سه‌شنبه

د رسنيو د آزادي ورځ سږ کال هم په وير سره ولمانځله شوه. د ژورنالستانو د حقونو سازمانونه وايي : د نړي په ډيرو هيوادونو کي نه يواځي د رسنيو آزادي ترپښولاندي ده، بلکه خبريالان او ژورنالستان وهل کيږي، ټکول کيږي او وژل کيږي

https://p.dw.com/p/118It
د نړی په مطلق العنانو رژیمونو کی د ژورنالستانو او لیکوالو خولی تړل شوی دی
د نړی په مطلق العنانو رژیمونو کی د ژورنالستانو او لیکوالو خولی تړل شوی دیانځور: AP

اروپايي ټولني نن د رسنيو د آزادي نړيواله ورځ ولمانځله او پر ټولو هغو دولتونو، ډلو او وگړو چي ژورنالستان يي په غير قانوني توگه بنديان کړي غږ وکړ چي دغه ژورنالستان خوشي کړي.

د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو مسوولي، کترين اشتون، نن په يوي خبرپاڼي کي وويل: «اروپايي ټولنه پر ټولو هيوادونو غږ کوي چي د رسنيو د آزادي په برخه کي د نړيوالو اصولو څخه ملاتړ وکړي او د رسنيو آزادي خوندی وساتی. مونږ همدا راز له دغو هيوادونو غواړو چي هغه ژورنالستان چي په غير قانوني توګه نيول شوي بيرته آزاد کړي.»

اشتون په خاصه توگه په عربي نړي کي د رسنيو نقش چي د ډير شمير مستبدو حکومتونو د ړنگيدو لامل شوي وستايه. که څه هم په یو شمیر عربی هیوادونو لکه سوریه او لبیا کی لا تراوسه د رسنیو د آزاید مخه نیوله کیږی.

همدا راز د اروپايي کميسيون مشرJose Manuel Barroso، ، وويل چي ژورنالستان په خپل کار سره په ځان باندي د هر ډول خطر منلو ته تن ورکوي. هغه وويل: « دا د هغوي لپاره د منلو وړ نه ده چي خپل ژوند صرف په دي وجه چي خپلي دندي ترسره کوي د خطر سره مخامخ کړي. هغه زياته کړه: «هغه ژورنالستان چي په زندان کي اچول شوي او يا خو هم يرغمل نيول شوي دي بايد همدا نن پرته له کوم قيد او شرط څخه آزاد کړاي شي.»

اروپايي ټولني په خاصه توگه د هغو دوه فرانسوي ژورنالستانو او د دوي د دري افغان همکارانو د خوشي کيدو غوښتنه وکړه چي په افغانستان کي د 2009 کال د دسمبر د مياشتي څخه زا په دی خوا يرغمل نيول شوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د ژورنالستانو نړيوال فدراسيون وايي چي په پاکستان او افغانستان کي د ژورنالستان ژوند ته خطرونه د هر ورځي په تيريدو ډيريږي ځکه چي په دغو هيوادونو کي شرايط د خرابيدو په حال کي دي.

د نوموړي سازمان د وينا له مخي په هغو هيوادونو کي چي لا تراوسه د جګړو په لمبو کي سوځي، د ژورنالستان وضعيت ډير ناخوال دي، خو چيرته چي د جګړي ټغر ټول شوي هلته په دي برخه کي سمونوالي ليدل کيږي.

دغه سازمان په دي اړه په سريلانکا او نيپال ته اشاره وکړه چيرته د جگړي د ختميدو په وجه د ژورنالستانو وضعيت د ښه کيدو په حال کي دي.

د رسنيو د ارزوني يو بل سازمان، Freedom House، په يو رپوټ کي چي د دوشنبه په ورځ يي خپور کړي ويلي دي چي په نړي کي د هرو شپږو کسان تر منځ يواځي يو کس يي په داسي هيوادونو کي ژوند کوي چي آزادي رسني لري.

د Freedom House سازمان په 2010 کال کي په 196 هيوادونو کي د رسنيو وضعيت تر څيړني لاندي نيولي. د دغه سازمان چارواکي وايي چي په دغه شمير هيوادونو کي يوازي 68 (په سلو کي 35) هيوادونو آزادي رسني درلودي او 65 (په سلو کي 33) نورو هيوادونو هم نسبي آزادي رسني درلودي خو بيا په 63 (په سلو کي 32) هيوادونو کي رسني اصلا آزادي نه وي.

د دغه سازمان په حواله سپينه روسيه، برما، کيوبا، ايران، لبيا، شمالي کوريا، ترکمنستان، ازبکستان، ګوينيا او اريتريا د هغه هيوادونو په جملي کي دي چي رسني په کي تر تولو بد وضعيت سره مخامخ دي او آزادي نه لري.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم