1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رايو تفتيش د بې نظمۍ په دليل يوه ورځ وځنډېد

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۱, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د چهارشنبې په ورځ د رايو تفتيش ځنډولی دی. د دغه کمېسيون چارواکو ويلي دي چي د رايو تفتيش يې ځکه ځنډولی دی، چي د دواړو کانديدانو ترمنځ سوتفاهم له منځه يووسي.

https://p.dw.com/p/1ChCc
انځور: Reuters

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د چارواکو په خبره ولسمشرۍ ته د دواړو کانديدانو د ناظرانو ترمنځ سو تفاهم دې کچي ته رسېدلی دی چي د يوه صندوق رايي شمېرنه څلور ساعته وخت نيسي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جولای ۲۳مه) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل: «د دې له پاره چي ښه نظم وي او د کانديدانو ترمنځ ابهامات له منځه تللي وي د رايو د تفتيش بهير نن ودرول سو.»

د ټاکنو کمېسيون ډاډ څرگند کړ چي د پنجشنبې په ورځ به د رايو تفتيش په منظمه توگه له سره پيل سي.

د دواړو کانديدانو د ناظرانو په خبره د دوی ترمنځ د اختلاف ټکي په رای پاڼو کي مشابې ټيک مارکونه، د گوتي او ټکی يو ځای لگول او دغه راز په پاڼو کي رنگ او اضافي خطونه دي.

د ټاکنو کمېسيون وياند دغه راز وويل چي د تفتيش په محل کي د يوه بهرني وگړي حضور چي د هويت هيڅ ډول کارت يې نه لاره هم د رايو د تفتيش د درولو يو دليل سوی دی.

دغه کمېسیون د رايو د تفتيش د پيلېدو تر بهير دمخه ويلي ول چي هره ورځ به زر زر صندوقونه تفتيش سي، خو اوس چي د تفتيش بهير اووه ورځي تيري سوي دي، وايي چي تر اوسه پوري يوازي ۱۰۳۷ صندوقونه تفتيش سوي دي.

د کمېسيون د کارکوونکو بې طرفي

د دواړو کانديدانو د څارونکو ډلو ترمنځ د نظر د اختلاف بل ټکی دا دی چي وايي د ټاکنو کمېسيون کار کوونکي بې طرفه نه دي او له دواړو کانديدانو څخه د يوه په گټه کار کوي.

خو د ټاکنو کمېسيون وياند وايي چي دغه ادعاوي سمي نه دي: «تر اوسه پوري داسي څرک ليدلی سوی نه دی چي گويا زموږ کار کوونکو دي يو اړخ نيولی وي. خو کله چي د کانديدانو د څارونکو تر منځ ابهام پيدا کيږي او زموږ کار کوونکي قضاوت وکړي، نو د هغه چا په گټه چي نه وي خود به وايي چي دغه کس يو طرف نيولی دی.»

يوه بله موضوع چي تر اوسه پوري دواړه کانديد ورباندي موافقې ته رسېدلي نه دي د رايو ورکولو صندوقونو د باطلېدو ميکانيزمونه دي. که څه هم چي تر اوسه پوري د رايو د بې عتباره کولو له پاره ۱۶ معياره سته، خو د ټاکنو کمېسيون وايي چي په دې اړه بايد يو مشخص ميکانيزم وجود ولري.

د ټاکنو کمېسیون وياند نور په دې اړه وويل: «د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرون له ملگرو ملتونو څخه وغوښتل چي دغه موضوع ژر تر ژره فيصله کړي، څو افغانان نور منتظر پاته نه سي او دا معلومه سي چي څومره رايي بې اعتباره سوي دي.»

د سه شنبې په ورځ يوشمېر څارونکو ويل چي د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو د انتخاباتو کمېسيونو رئيسان به کابل ته راځي او د خپلو ولايتونو صندوقونو به په خپله تفتيش کوي. خو د ټاکنو کمېسيون وياند دغه خبره رد کړه.

د ټاکنو کمېسيون وايي چي تر اوسه پوري د ۱۵ ولايتونو صندوقونه کابل ته رسېدلي دي او په ټوليزه توگه د رايو ورکولو صندوقونه په سلو کي پنځوس رسېدلي دي.