1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رايف بدوي په نوم د بيان د آزادۍ بنسټ جوړ شو

ناومی کونراد۱۳۹۴ شهریور ۲۲, یکشنبه

له ۲۰۱۲ م کال راهيسې د يو انترنېټي بلوګ چلونکی، رايف بدوي، د سعودي عربستان په يو زندان کې ناست دی. اوس د هغه ښځې د يو بنسټ تاسيس اعلان کړی دی. دغه بنسټ به په عربي نړۍ د مطبوعاتو د آزادۍ له پاره کار کوي.

https://p.dw.com/p/1GVqP
د سعودي وبلاگ لیکونکي میرمن انصاف حیدر په مطبوعاتی کنفرانس کې
د سعودي وبلاگ لیکونکي میرمن انصاف حیدر په مطبوعاتی کنفرانس کېانځور: DW/N. Conrad

ځينو پوښتنو ته انصاف حيدر يوازې سر ښوروي او موسکيږي. داسې يوه پوښتنه لکه چې آيا په سعودي عربستان کې د حاکم رژيم بدلېدل به د دې له مېړه سره مرسته وکړي يا دا چې د نورو بلوګ چلونکو ژوند د رايف بدوي تر بندي کېدو وروسته اوس څنګه تېريږي، هغه نه جوابوي. هغه زياتوي چې هغې يوازې د خپل مېړه له پاره په فعاليت لاس پورې کړی دی او نه غواړي چې سياسي پوښتنې جواب کړي.

د ۲۰۱۲ م کال راهيسې دغه په ونه ټيټه او آرامه ښځه د خپل مېړه د آزادېدو له پاره مبارزه کوي، په مطبوعاتي غونډو او مظاهرو کې راڅرګنديږي او د خپل مېړه پر ځای جايزې تر لاسه کوي. د دې مېړه، رايف بدوي، په ۲۰۱۲ کال کې په سعودي عربستان کې ونيول او په لس کاله زندان، نقدي جريمې او د درو (قمچين) په ۱۰۰۰ ګوزارونو محکوم شو. لومړني ۵۰ ګوزارونه بدوي ته په جنوري مياشت کې په پلازمېنه جده کې ورکړل شول. د نړيوالو احتجاجونو په نتيجه کې دغه اوونيزه سزا وځنډول شوه، چې په رسمي ډول روغتيايي وجوهات يې د ځنډ دليل په ګوته شول

د جون په میاشت کې دویچه ویله هم رایف بدوي د «بیان د آزادۍ په جایزه» ویاړن کړ
د جون په میاشت کې دویچه ویله هم رایف بدوي د «بیان د آزادۍ په جایزه» ویاړن کړانځور: DW/M. Magunia

په ۳۱ کلن بلوګ ليکونکي، رايف بدوي باندې تور لګول شوی دی چې اسلام ته يې توهين کړی دی. حيدر، چې خپله يې اسلامي علوم لوستي دي، دغه تور په کلکه ردوي. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کې زياتوي چې مېړه يې هيڅکله له حدودو څخه نه دی اوښتی او همېشه يې ټولو مذهبونو ته د احترام په سترګه کتلي دي. هغه دا هم وايي چې نوموړي د بيان له آزادۍ څخه هم تل ننګه کړې ده.

نوی بنسټ هم د بيان له آزادۍ څخه ننګه کوي

ويل کيږي چې د کلونو راهيسې د بدوي هيله دا وه چې د مذهبونو او د بيان د آزادۍ له پاره يو بنسټ جوړ کړي. اوس د هغه ښځې د ده په نوم داسې يو بنسټ رامنځ ته کړی دی. د جمعې په ورځ حيدر په برلين کې، چيري چې هغې د خپل مېړه په استازيتوب د «دويچه ويله د بيان د آزادۍ جايزه» تر لاسه کړه، د «رايف بدوي د بشري حقونو بنسټ» هم اعلان کړ چې اصلي مقر يې په کاناډا کې دی. حيدر زياتوي چې دغه بنسټ به په عربي نړۍ کې د نادولتي موسسو او بشري حقونو له فعالينو څخه ملاتړ کوي او د ارتباطابتو لاره به ورته پرانيزي. د دغې پروژې ملاتړ د نورو تر څنګ د دويچه ويله، د آلمان ليبرال دموکرات ګوند ته نژدې فريدريش ناومن بنسټ او افتخاري غړو لکه دېسموند توتو او سلمان رشدي له خوا کيږي. د بنسټ اصلي مقر په کاناډا کې دی چيري چې د بدوي مېرمن له خپلو درو ماشومانو سره په تبعيد کې ژوند کوي. د هغې مېړه لا د دې په خبره، د بنسټ له جوړېدلو څخه خبر شوی نه دی. د انصاف حيدر هيله دا ده چې مېړه به يې خوشې شي او ډېر ژر کاناډا ته کډه يوسي.