1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د آلمان حکومت تګلاره

۱۳۸۸ آبان ۲۰, چهارشنبه

د آلمان نوي پارلمان په خپل کار پيل وکړ. د پارلمان په لومړنی غونډه کې د آلمان لومړی وزيرې انګيلا ميرکيل د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د حکومت په تګلاره کې د اييتلاف د تړون او د دواړو ګوندونو د ګډ حکومت په اړه وويل:

https://p.dw.com/p/KTle
د آلمان لومړی وزيره انګيلا ميرکيل په پارلمان کې
د آلمان لومړی وزيره انګيلا ميرکيل په پارلمان کېانځور: AP

« موږ دا احساسوو: د آلمان هيواد څرنګه چې د آلمان د يووالی نه راپديخوا هيڅ داسې نه وو شوي، د يوې ازموينې په وړاندې ولاړ دی. مرکزی پوښتنه داده، آيا آلمان به۸ په دې بريالی شی چې په وخت له کړکيچ څخه راووځی او له هغه څه څخه توانمنده چې پکې ورننوتۍ وو؟ او ځواب يې زموږ په لاس کې دی. موږ کولای شو ناکامه يې کړو او يا پرې بری ومومو. دواړه امکان لری. او زه غواړم او موږ غواړو چې موږ پرې بريالي شو.»

د آلمان د سوسيال مسيحی او ليبرال ګوندونه غواړی په نوي اييتلاف کې په يوه پنځه فقره ايزه پلان د آلمان فدرالی جمهوريت له کړکيچ څخه راوباسی. لا د کابينې په لومړنۍ غونډه کې حکومت په دې ټينګار وکړ چې څه ډول په اصطلاح د ودې د چټکولو قانون په لار واچول شی، څو کورنۍ هوسا کړی. ميرکيل وويل:

« زه غواړم ټولې هڅې وشی، همدا اوس زر او په قاطعيت سره. څو د نوې او پياوړې ودې شرایط ترلاسه شی. د ودې ترلاسه کول زموږ د حکومت موخه ده.»

اييتلافی حکومت غواړی چې لا په راتلونکي کال کې د 22 ملياردو ايرو په ارزښت ماليه راټيټه کړی.

د سوسيال ديموکرات ګوند مشر فرانک والتر شتاين ماير د اپوزيسيون د مشر په توګه په خپله لومړنۍ وينا کې چې د آلمان په پارلمان کې يې وکړه، په ميرمن ميرکيل تور ولګاوه چې په دې ډول دا نه غواړی چې جوړښت لاسته راوړی، بلکې سياست کوی. او په ټولنه کې نه د ناتوانه کسانو د هوسايی لپاره بلکې د بډايو د هوسايی لپاره. ده وويل: « په مليونونو کسان د خپلې راتلونکې لپاره انديښنه لری، نه يواځې په اوپل Opel کې. او دوی څه کوی؟ دوی د ماليې حسابدارانو، ميرث، ډاکټرانو او د هوټلونو کړۍ ته ډالۍ ورکوی. زه تاسوته وايم که دا د کړکيچ ځواب دی، نو دا د دې حکومت ځای نه دی.»

سهيلا حظرت نظيمی
کتونکی: يحيی وردک