1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دیموکراسي ملاتړي تونسي سازمان د نوبل سولې جایزه وګټله

۱۳۹۴ مهر ۱۷, جمعه

د نوبل سولې جایزه د جمعې په ورځ د دیموکراسي یوې تونسي ډلې وګټله. دغې ډله ته دا معتبره جایزه له عربي پسرلې سره د مرسته کولو له پاره ورکړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/1GlYp
انځور: picture-alliance/dpa/M. Messara

د نوبل جایزې کمیتې د جمعې په ورځ په ناروي کې وویل چې د سولې جایزه د «تونس د ملي ډیالوګ ډلې» ته له دې کبله ورکړل شوې ده چې په تونس کی يې د ټول شموله دیموکراسي د رامنځته کیدو په برخه کې پریکړنده ونډه اخیستې ده.

د نوبل سولې جایزې کمیټې ویلي دي: «دې ډلې په داسې یوه وخت کې چې تونس د کورنۍ جګړې په درشل کې وو یو بدیل، سوله ییزه او سیاسي بهیر رامنځته کړ.»

دغه جایزه د تونس له پاره یوه لویه لاس ته راوړنه بلل کیږي. د دې ځوانې دیموکراسي لرونکي هیواد وضعیت اوس هم ډیر د اعتبار وړ نه دی. یوازې په روان کال کې په دې هیواد کې بیلابیلو بریدونو ۶۰ کسان ووژل. دغو بریدونو د تونس د توریزم سکتور ته زیان رسولی دی.

د تونس د دیالوګ ډله له څلورو سازمانونو جوړه شوې ده چې په کې د تونس د کارګرو اتحاد، د تونس د صنعت کنفیدریشن، تجارت او لاسي صنایع او د تونس د بشري حقونو لیګ، شامل دي.

د نوبل جایزې کمیسیون روښانه کړې ده چې جایزه د تونس د دیالوګ ملي ډلې ته ورکړل شوې ده نه دغو څلورو سازمانونو ته په انفرادي توګه.

د نوبل د سولې سږنۍ جایزې ته ۲۷۳ کسان او سازمانونه نومول شوي وو چې په کې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل هم شامله وه.