د دیموکراتانو حزبي کنگره پیل شوه
۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبهاعلان
په امریکا کې د جمهوري ریاست تر ټاکنو پوره دوې میاشتې مخکې دیموکراتانو د دغه هیواد د «نورد کارولینا» د ایالت په شارلوته کې د جمهوري ریاست د کاندیدو په خاطر خپله حزبي کنګره پیل کړه.
په دغه غونډه کې چې درې ورځي به دوام وکړي، دوې غواړي اوسنی جمهور رئیس بارک اوباما د سپینی ماڼۍ پر سر د جمهوري ریاست د انتخاباتو له پاره ونوموي. په دغه کنګره کې د بارک اوباما میرمن میشل اوباما، هم ګډون کړی وو.
دی د خپل کورني ژوند په هکله د احساساتو ډکه یوه وینا وکړه او په دې ډول ئې د خپل میړه بارک اوباما، ملاتړ وکړ.