«د ديموکراسي کولو پروسه بايد دوام ومومي.»
۱۳۹۱ آذر ۲۸, سهشنبهدواړو مشرانو نن دوشنبه (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۱۸) تر ليدني کتني وروسته په يوه گډه خبري غونډه کي گډون وکړ. په پيل کي افغان ولسمشر حامد کرزي د آلمان له جمهور رئيس څخه مننه وکړه چي په ورتگ سره ئې وياړ وروباخښه.
د آلمان جمهور رئيس يوآخيم گاوک له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه چي هغه ته ئې د افغانستان افتخاري مډال ورکړ او زياته ئې کړه چي له کرزي سره ئې خبري گټوري وې او ولسمشر حامد کرزي وعده ورکړې ده چي په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکني به په پوره امانت دارۍ سره ترسره کيږي.
گاوک يووار بيا د آلمان له اړخه پر مرستو باندي ټينگار وکړ، او په دغه هيواد کي ئې د ديموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کي د نور پرمختگ غوښتنه وکړه: «موږ باور لرو، چي په افغانستان کي د تل پاتي سولي امکان سته.»
گاوک په ځانگړې توگه په دغه هيواد کي د ښځو پر برابرۍ باندي ټينگار وکړ: «د ديموکراسي کولو پروسه بايد دوام ومومي.» هغه زياته کړه، چي افغانستان د بدلون په حال کي يوه ټولنه ده. خو د ديموکراسۍ په لار کي بايد نور گامونه هم واخيستل سي. د ۲۰۱۴ کال په پای کي بايد په دغه هيواد کي د ناټو جنگي ماموريت پای ته ورسيږي.
د آلمان جمهور رئيس په پلان کي لري، چي له ولسمشر حامد کرزي سره تر خبرو وروسته نن سه شنبه له افغان ديني عالمانو سره هم وگوري.
يوآخيم گاوک په کابل کي د خرابي هوا له کبله تر ټاکلي وخت دوه ساعته وروسته له مزارشريف څخه کابل ته ستون سو.
گاوک تيره ورځ په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېد او هلته ئې د کريسمس تر جشن د مخه په مزارشريف کي له خپلو سرتيرو ليدنه کتنه وکړه او له هغو څخه ئې د خپلو دندو د ترسره کولو له امله مننه وکړه.
هغه په مزارشريف کي د آلمان د اردو په عمومي پوځي اډه کي سرتيرو ته په خطاب کي وويل، چي افغانستان ته د دې له پاره راغلی دی چي«له هغوی څخه قدرداني وکړي.»
هغه زياته کړه: «په افغانستان کي ستاسو فعاليتونه تر انساني توان لوړ دي، تاسي ميړني انسانان ياست.» هغه په دوام کي وويل: «تاسي په خپلو تلاښونو سره دلته خلک سولي او ديموکراسۍ ته هڅوی.»
په پلان کي ده چي د آلمان جمهور رئيس يوآخيم گاوک به درې ورځي په افغانستان کي پاته سي او پر افغان حکومتي چارواکو سربيره به د مدني ټولنو له استازو سره هم وگوري.
له هغه وخت راهيسي چي يوآخيم گاوک د آلمان ولسمشر سوی دی، دا ئې افغانستان ته لومړی رسمي سفر دئ.