1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دویچه ویله نوي نوي بڼه خپلوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۴, جمعه

دویچه ویله خپلو انترنټي او ټلویزیوني خپرونو ته نوي بڼه ورکوي. په دې ترڅ کي به د دویچه ویله انترنتي پته هم بدلون ومومي او د تلویزیون په خپرونو کي به ئې هم ډیري نوي خپروني او ډیر شمیر نوي چاینلونه شامل شي.

https://p.dw.com/p/13w2B
د دویچه ویله نوي بڼه
د دویچه ویله نوي بڼهانځور: DW

د دویچه ویله انترنتي پته به www.dw.de ته رالنډه شي او د تلویزیون خپروني به ئې هم نوي بڼه خپله کړي. له دې سره به د دویچه ویله لوگو هم بدلون ومومي. دغه ټول بدلونونه به د فبروري د میاشتي په شپږمه نیټه رامنځ ته شي.

د دویچه ویله عمومي مشر، ایرک بیترمن، په دې هکله وویل چي دا بدلونونه د نړیوالو رسنیو په منځ کي د آلمان د حضور نوی پړاو ښکاره کوي.

دویچه ویله چي د آلمان نړیواله رسنه ده د راډیو اوریدونکو، د تلویزیون او انټرنت لیدونکو ته د نړۍ د پیښو په اړه تازه معلومات وړاندي کوي.

د دویچه ویله نوي انټرنيټي پاڼه: dw.de

د دویچه ویله نوي انټرنیټي پاڼه مقالي، ویدیوگاني او غږیزي خپروني په یو ځای کي لیدونکو ته وړاندي کوي. بیترمن وايي: «د دویچه ویله انټرنیټي پاڼه په ۳۰ ژبو د ژورنالیزم د لوړو معیارونو په پام کي نیولو سره له آلمان څخه د معلوماتو یوه د اعتماد وړ منبع ده.»

د دویچه ویله عمومي مشر ایرک بیترمن
د دویچه ویله عمومي مشر ایرک بیترمنانځور: picture alliance/dpa

هغه زیاتوي چي د پاڼي ښه رنگ او طرحي هغه لا په زړه پوري کړې ده. دغه نوي شوي پاڼه د لیدونکو له اړتیاوو سره سم هغوی ته معلومات وړاندي کوي. په نوي پاڼه کي ویډیوگاني، انځورونه او نور مطالب په ډیر ښه ډول ځای پر ځای شوي دي.

دویچه ویله اوس پخپله انټرنیټي پاڼه کي Media Center هم ځای پر ځای کړی دئ چي لیدونکي کولای شي په هغه کي په آسانۍ سره ویډیوگاني، غږیز رپوټونه، د انځورونو مجموعي او خاص رپوټونه وگوري.

نوي هویت

دویچه ویلي د خپلو ټولو خپرونو له پاره یوه گډه لوگو هم جوړه کړې ده. د دویچه ویله مشر وایي چي خلک باید رسني په آسانۍ سره وپیژني او په سختي سره ئې له یاده وباسي. هغه زیاتوي چي نوي لوگو د رسنیو په نړیوال بازار کي د دویچه ویله د حضور له پاره ډیره مهمه ده. له دې وروسته به د دویچه ویله ټول خدمتونه د یوي لوگو په واسطه وپیژندل شي.

د دویچه ویله نوی لوګو
د دویچه ویله نوی لوګوانځور: DW

په تلویزیوني خپرونو کي بدلون

د دویچه ویله د تلویزیون د لیدونکو له پاره نوي خپروني او چاینلونه په پام کي نیول شوي دي. د تلویزیون لیدونکي به هره گړۍ د نړۍ له پیښو څخه باخبره شي. د دې تر څنگ به لیدونکو ته تلویزیوني مجلي، تلویزیوني بحثونه، څیړنیز رپوټونه او نوري خپروني هم وړاندي شي. د رواني میاشتي له شپږمي نیټي څخه د دویچه ویله د تلویزیوني خپرونو په اړه د دویچه ویله په عربي، انگلیسي، آلماني او هسپانیاوي انټرنیټي پاڼو کي معلومات خپریږي.

د تلویزیوني خپرونو له بدلون سره دویچه ویله غواړي له خپل لیدونکو سره په بیلابیلو ژبو اړیکه ټینگه کړي. د ټلویزیون خپروني به د دویچه ویله په انټرنیټي پاڼو کي هم لیدونکو ته وړاندي شي. د فبروري د میاشتي له شپږمي نیټي څخه به د دویچه ویله هسپانیاوي ټلویزیوني خپرونه له دوه ساعتونو څخه ۲۰ ساعتونو ته اوږده شي. او په څلور پاته ساعتونو کي به په انگلیسي ژبه د ورځي مطالب وړاندي شي. دغه خپروني به په خاصه توگه په لاتیني امریکا کي د لیدونکو له پاره وي.

د دي تر څنگ به دویچه ویله ۲۴ ساعته په انگلیسي ژبو خپروني ولري چي د شمالي امریکا، افریقا، اسیا او استرالیا له پاره به وي. سر بیره پر دې به د نړۍ په ځینو نورو برخو کي خاصي خپروني هم وړاندي شي. په شمالي او لاتیني امریکا کي به د دویچه ویله یو بل چاینل هره ورځ د ۲۰ ساعتونو له پاره په آلماني او څلورو ساعتونو له پاره په انگلیسي ژبه خپروني ولري.

د بن په ښار کي د دویچه ویله ودانۍ
د بن په ښار کي د دویچه ویله ودانۍانځور: DW

عربي هیوادونه به هره ورځ لس ساعته عربي او ۱۴ ساعته انگلیسي خپروني وویني. په اروپا کي به دویچه ویله د ۱۸ ساعتونو له پاره په انگلیسي خپروني ولري او د شپږو نورو ساعتونو له پاره به په آلماني ژبه خپلو لیدونکو ته خپروني وړاندي کړي.

په آلماني، انگلیسي، عربي او هسپانياوي ژبو د خپرونو ترڅنگ دویچه ویله همداراز په رومانیایي، کورواتیایي، بوزنیايي او البانیايي ژبو هم تلویزیوني مجلي تولیدوي. د دویچه ویله نوري ژبي هم د دغه شان خپرونو د تولید په لور رواني دي.

په غږ کي بدلون

د دویچه ویله په تاریخ کي د لومړي ځل له پاره د د دغي رسني له پاره یوه غږیزه لوگو هم جوړه شوې ده. دغه نوي موسیقي به د راډیو او تلویزیون په خبرونو کي وکارول شي.

له موږ سره مو نظرونه شریک کړی

له موږ سره مو خپلي پوښتني او وړاندیزونه شریک کړی. تاسو کولای شی چی موږ ته د service@dw.de په پتي بریښنالیک راواستوی. موږ همدا راز غواړو ووینو چي دویچه ویله ستاسو په ژوند کي کوم ځای لري. تاسو کولای شي چي موږ ته د دویچه ویله نوي لوګو په چاپي، رسامي او یا هري بلي بڼي راواستوی. تاسو به په اوتومات ډول زموږ په پچي اچوني کي شامل شی. په دغي پچه اچونه کي تاسو کولای شی چي درې IPad 2او شل Nokia Limia 710لاسي ټیلیفونونه وګټی. د نورو معلوماتو له پاره د www.dw.de/mydw وګوری.

دویچه ویله (مسعود جهش)
کتونکی: سید ریاض