د دویچه ویله نوی اپلیکیشن ډاونلوډولای شئ
۱۳۹۴ تیر ۱, دوشنبهد دویچه ویله د نوې اپلیکیشن په ډاونلوډولو سره تاسې کولای شئ په خپله اړونده ژبه د افغانستان او نړۍ په هکله مطالبو ته لاس رسۍ پیدا کړئ.
که چیرې له کمزوري انټرنیټ څخه استفاده کوئ او یا غواړئ کم انټرنیټ مصرف کړئ، تاسې کولای شئ چې «یوازې متن» حالت په فعالولو سره بې له انځورونو متن ته لاس رسی پیدا کړئ.
تاسې کولای شئ چې د «آفلاین» حالت په غوره کولو سره یوازې هغو مطالبو ته لاس رسی ومومئ چې تر مخه پرانیستل شوي وي.
د دې اپلیکیشن بله ځانگړنه دا ده چې تاسې کولای شئ د خپلې خوښې وړ مطالب (My DW) کې خوندي کړئ او هر کله چې یې وغواړئ په خپل اختیار کې یې ولرئ.
همداشان که چیرې وغواړئ چې کوم مطلب، انځور او یا هم ویډیو له موږ سره شریکه کړئ نو د دې اپلیکیشن له لارې یې موږ سره شریکولی شئ. د دې کار له پاره باید د (My DW) برخې ته ولاړ شئ او د پاڼې په لاندینۍ برخه کې، دویچه ویله ته د مطالبو او انځورونو د رالیږلو ځای ومومئ.
له دې ځای څخه یې ډاونلوډولای شئ:
په App Store کې د DW اپلیکیشن د iOS سیستم له پاره
په Google play کې د DW اپلیکیشن د انډریوډ سیستم له پاره