د دویچه ویله راډیو روزنیزي خپرونې وستایل شوې
۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبهد واوره او زده کړه خپرونې کورنۍ تاوتریخوالۍ، بشري حقونه، ولس واکي، فردي حقونه او په ټولنه کې د وګړو د حقوقو په باب جوړیږي چې د ډیرو افغانانو له لوري ستایل شوي دي.
په کابل کې د آلمان غږ راډیو د استازو له لوري د نومبر په دولسمه نيټه په جوړه شوي خبري غونډه کې د واوره او زدکړه په نامه د یادو خپرونو څرنګوالی، اغیزمنتوب او څومره والی تر بحث لاندي ونیول سو. په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ د ټولني مشر، رحیم الله سمندر، د آلمان غږ راډیو دغه بي ساری نوښت د ستاینې وړ وبله.
نوموړې وویل چې ډیری افغانان چاپي او تصویري خپرونو ته لاس رسی نه لري او یوازي د راډیو له لاري کیداې شي چې د ملک لري پرتو کلیو او بانډو ته آواز ورسول شي.
نوموړي زیاته کړه چې د راډیو له لاري د روزنیزو خپرونو خپریدنه د افغانانو د پوهې د کچې په لوړولو او هغوي ته د لازمې ښونې او روزنې په ورکلو کې ډير اغیز لرلای شي.
د دغې خبري غونډي ګډون والو د راډیویې نماشینامو او ډرامو په ترځ کې د روزنیزو خپرونو خپریدل د افغانستان په خلکو کې چې ویل کیږي ډیری یې یا لږ او یا هم هیڅ سواد نه لري ډیر اغیزمن وارزول. اوس مهال شاوخوا ۶۰ تنه په کابل کې د آلمان غږ د راډیو د ډرامو په جوړولو بوخت دي.
د آلمان غږ د راډیو ډرامې د واوره او زده کړه تر نوم لاندې خپریږي چې موخه یې ولس واکي، د ښاري توب د حقونو تبلیغ، ښځو او نجونو ته دفرصتونو برابرول او په خاصه ټوګه د فردي حقونوپه اړه خلکو ته معلومات ورکول دي.
په افغانستان کې د جنوبي آسیا د رسنیو «سفما» مشر، ضیا بومیا، هم د آلمان غږ راډیو دغه نوښت د ستاینې وړ وباله. د ښاغلي بومیا پر وینا آلمان غږ، بي بي سي او د آزادۍ راډیو د روزنیزو خپرونو بنسټ ایښی.
دویچه ویله/ جلال زی
کتونکی: مسعود جهش