رسنۍ
د دویچه ویله د ۲۰۱۶ کال د ژونالیزم جایزې شرایط
۱۳۹۵ مهر ۱۳, سهشنبهاعلان
د دویچه ویله د ۲۰۱۶ کال د ژورنالیزم جایزې شرایط
د سیالۍ موده:
- سیالۍ د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه پیلیږي
- سیالۍ د ۲۰۱۶ کال د نومبر میاشتې پر ۳۰مه نیټه د افغانستان په ځایي وخت د ماښام له شپږو بجو مخکې پای ته رسیږي
- هغه رپوټونه چې د د نومبر میاشتې پر ۳۰مې نیټې تر ماښام شپږو بجو وروسته استول کیږي په سیالۍ که نه شاملیږي
په سیالۍ کې د ګډون میتود
راډیو
- ژبه: درې یا پښتو
- رپوټ باید تر څلورو دقیقو اوږد نه وي
- دغه مواد باید یا په DVD او یا هم MP3 فارمت کې وي او په یوه هارد درایو او یا هم فلش میموري کې او د سیالي موادو راټولوونکو ته وسپارل شي.
ټلویزیون/ ویډیو
- به: درې یا پښتو
- رپوټ باید تر څلورو دقیقو اوږد نه وي
- دغه مواد باید یا په DVD او یا هم MPEG 2/4 فارمت کې وي او په یوه هارد درایو او یا هم فلش میموري کې باید د سیالۍ موادو راټولوونکو ته وسپارل شي.
انځورونه
- ژبه: درې یا پښتو
- انځورونه باید له درو کم او تر پنځو زیات نه وي
- د انځورونو یو نسخه د JPG په توگه
- د فایل اندازه باید تر۲ GB زیاته نه وي (که فایل تر دې زیات وي، نو باید په څو برخو کې واستول شي)
چاپي او انلاین مقالې
- ژبه: درې یا پښتو
- رپوټ باید تر۶۰۰ لغتونو کم او تر ۱۰۰۰ لغتونو زیات نه وي
- د فایل اندازه باید تر ۲ GB زیاته نه وي (که فایل تر دې لوړ وي نو باید په څو برخو کې واستول شي)
د سیالۍ قوانین
- سیالي د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر پر لومړي نیټه پیلیږي او د نومبر میاشتې پر ۳۰مه نیټه د ماښام تر شپږو بجو مخکې پای ته رسیږي
- هر هغه مواد چې د نومبر میاشتې پر ۳۰مې نیټې له شپږو بجو وروسته استول کیږي په سیالي کې نه شاملیږي
- په دغه سیالۍ کې مسلکي ژورنالستان، عادي وګړي، آزاد او خپلواک خبریالان او یا هم د ژورنالیزم زده کوونکي ګډون کولی شي
- د سیالۍ ګډونوال باید ټول شرایط ومني او دویچه ویله ته اجازه ورکړي چې استول شوي مواد په نړیواله کچه د خپلې راډیو، تلویزیون او انترنتي پاڼو له خوا خپاره کړي
- د سیالۍ ګډونوال دویچه ویله ته د خپل غوښتنلیک استولو سره تاییدوي چې هغوی د سیالۍ ټول شرایط مني
- مسلکي ژورنالیستان هغه دي چې د رسمي رسنیو له خوا استخدام شوي دي او د هغو لپاره پوره او یا هم نیم وخت په ثابته توگه کار کوي
- آزاد یا «فريلانس» خبریالان هغه دي چې د کومې رسنې له خوا استخدام شوي نه دي، خو د هغوی مقالې او نور ژرونالیستي مواد د پیژندل شوو رسنیو له خوا وخت په وخت خپریږي
- د سیالۍ ګډونوال پر څلورو کتګوریو ویشل کیږي: لومړۍ راډیو، دویمه ویدیو یا تلویزیون، دریمه انځورونه، څلورمه چاپي یا انلاین
- دویچه ویله به د هرې کټګوري ګتونکي اعلان کړي او ټول ټال به اته جایزې ورکړي
- د جایزو ګټونکي به په ۲۰۱۶ کال کې د دویچه ویله د «په ټولنه کې د رسنیو نقش» تر عنوان لاندې کنفرانس کې اعلان شي
- د سیالۍ ګټونکو ته به یوه جایزه (اوارد) او یو سند ورکړل شي
- جایزه باید په هغه ډول چې د دویچه ویله له خوا ورکول کیږي ومنل شي او په پیسو د بدلیدو او بل کس ته د ورکولو وړ نه ده
- دویچه حق لري چې په سیالۍ کې ترلاسه شوي مواد په خپل تلویزیون، راډیو او انترنتي پاڼو کې په نړیواله کچه خپاره کړي
- د دویچه ویله پریکړه نهایي ده او د هغې د بدلولو غوښتنې به په پام کې و نه نیول شي
اعلان