د دویچه ویله د انگلیسي ژبې تلویزوني کانال خپرونې پیلوي
۱۳۹۴ خرداد ۳۱, یکشنبهد دوشنبې ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جون میاشتې ۲۲مه) به د دویچه ویله په اوږده تاریخ کې یوه بله مهم وگرځي: او هغه داسې چې د انگلیسي ژبې نوی کانال خپلې خپرونې پیلوي. د دویچه ویله عمومي مشر پېتر لیمبورگ، ویلي دي: «دویچه ویله مشهوره ده او د خپلې متوازن او معتبر ژورنالیزم له کبله له ارزښت څخه برخمنه ده. موږ غواړو په دې برخه کې نور پرمختگ وکړو. موږ پر دې باور یو چې په نړیواله کچه د آلمان په هکله لیوالتیا ډیره لوړه ده. له نوي کانال سره موږ کولای شو چې د آلمان څخه د لا ډیرو محتویاتو تقاضا ته په ښه توگه ځواب ووایو.»
«لیدونکي په حیرانتیا کې واچوو»
د انگلیسي ژبې دغه ۲۴ ساعته کانال به هر ساعت نوي خبرونه خپروي او په نړۍ کې به د نوو او مهمو تحولاتو په هکله معلومات وړاندې کوي. د دویچه ویله د خبرونو د څانگې مشر کارستن فون ناهمن، وایي: «موږ غواړو چې د افریقا او آسیا په سیمو کې په ښه توگه کار وکړو او په هغو مسایلو وغږيږو چې له سیمي سره تړاو لري.»
په همدې موخه دویچه ویله د خپلو خبریالانو شبکه پراخه کړې ده. په مسکو، بروکسل او واشنگټن کې به د موجودو سټوډیو گانو تر څنگ خبریالان د بیلگې په توگه د بنکاک، قاهرې او په لاگوس او کیف کې د دویچه ویله له نوو دفترونو څخه رپوټونه ورکوي.
ناهمن په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې اروپا او شمالي امریکا د تل په څیر مهم نقش لوبوي. د هغه په وینا تر ټولو د مخه مهم څه د خطر پر وړاندې زړورتوب دی: «موږ غواړو چې خپل لیدونکي له پخوا څخه لا ډیر په تعجب کې واچوو او هغوی ووایي: زه پر دې نه ووم خبر. ښه شوه چې د دویچه ویله خپرونې مې ولیدې.»
دویچه ویله هڅه کوي چې د ټولنیزو رسنیو د څانگې، چې پکښې اساسي بدلونونه رامنځ ته شوي دي او د خبریالانو د شبکې پر مټ دغه هدف ته لاس رسی ومومي.
د فون ناهمن په وینا: «په ځانگړې توگه د ټولنیزو رسنیو په برخه کې له خپلو سیالانو برخلاف وروسته پاتې یو او دا باید جبران کړو.» د هغه په وینا دغه څه باید اوس بدلون ومومي. د دویچه ویله ایډیټران به د ټولې نړۍ په سحطه د ټولنیزو رسنیو د نوو تحولاتو په هکله په ژوندې بڼه رپوټونه ورکړي.
د خبرونو سټوډیو
د خبرونو سټوډیو هم بدلون موندلی او په یوه نوې ځلیدونکي بڼه به راڅرگنده شي. د دویچه ویله اډیټر وید آدمس، له خپلو نورو شپږو ملگرو سره د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د نوي انگلیسي کانال په تأسیس کې مشغول دی. له دوو میاشتو راهیسې په برلین کې د خبرونو په نوې سټوډیو کې فعالیت کوي، تر څو د نوو خپرونو له پاره شرایط برابر شي.
د دغه سټوډیو په مرکز کې د ۱۲ مترو په اوږدوالي او دوو مترو په لوړوالي یو سکرین یا پرده موجوده ده، چې وزن یې تر یوه ټن اوړي. آدمس وایي: «په دې سره موږ کولای شو چې د لیدونکو له پاره خبرونه لا په زړه پورې او معلوماتي کړو.» د هغه په وینا په دې ترتیب کیدلای شي د نطاقانو د مرستې له پاره، انځورونه او ویدیوي فلمونه په مستقیه توگه په سټوډیو کې خپاره شي.
د دویچه ویله عمومي مشر ویلي دي: «موږ غواړو دا خبره روښانه کړو چې زموږ کارونکي له ځانگړتیا څخه برخمن دي. دا زموږ د لیدونکو له پاره یوه ستاینه ده او په عین وخت کې زموږ او زموږ د محتویاتو څخه یوه لوړه توقع ښيي.»
د جون له ۲۲ نیټې څخه به په څلورو ژبو د دویچه ویله تلویزوني خپرونې د پخوا په ډول ادامه ومومي. په دغو خپرونو کې د انگلیسي کانال تر څنگ په آلماني ژبه خپرونې، د لاتین امریکا له پاره په هسپانوي ژبه خپرونې او له عمان څخه تر مراکش پورې د عربي ژبې خپرونې خپریږي. لیدونکي کولای شي چې له دغو کانالونو څخه هم تازه خبرونه او ژور تحلیلونه واوري.